1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبنگلدیش

په بنگله دیش کي د محصلینو احتجاج؛ تر ۵۰۰ زیات کسان نیول سوي

۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبه

د پولیسو په حواله په بنگله دیش کي د محصلینو له خوا له زورزیاتیو ډکو احتجاجونو کي د حاکم گوند د سیاسي مخالفینو د مشرانو په گډون، څه د پاسه ۵۰۰ کسان نیول سوي دي.

Zusammenstoß zwischen Awami League-Anhängern und Anti-Quoten-Unterstützern in Dhaka
انځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS

په پلازمېنه ډاکه کي د پولیسو ادارې یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د ۵۳۲ نیول سوو کسانو په ډله کي د بنگله دیش  د ملي اپوزیسیون گوند (BNP) پخواني غړي هم شامل دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، په دولتي سکتور کي د سهمیه بندۍ د نظام پر وړاندي د محصلینو په دغه احتجاج کي نږدې ۱۵۱ کسان وژل سوي دي. د یکشنبې په ورځ د بنگله دیش عالي محکمې پریکړه وکړه چی د سهم بندۍ دغه سیستم ډیر محدود کړي او له احتجاج کوونکو څخه وغوښتل سول چي بیرته د وینا ورکولو سالونونو ته ستانه سي. خو د محصلینو یوه استازي څرگنده کړه چي سربیره پردې باید احتجاجونه ادامه پیدا کړي. محصلینو د سهم بندۍ د سیستم د بشپړ لغوه کولو غوښتنه کوله.

د نوموړي سیستم له مخي په عامه خدماتو کي د ښه معاش لرونکو چوکیو څه د پاسه نیمايي برخه ټاکلو اولسي ډلو ته ورکول کیږي. له دې کار څخه په تیره بیا د ۱۹۷۱م کال د هغه پاڅون پر وخت د اتلو سرتیرو کوچنیان مستفید کیږي چي له پاکستان څخه د آزادۍ په تر لاسه کولو سره پای ته ورسید.

د سترې محکمې تر پریکړي وروسته باید یوازي ۷ سلنه چوکۍ ټاکلو ډلو ته ځانگړي سوي وای.

د منتقدینو په حواله نوموړي سهمیې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د پلویانو په ګټه تمامې سوې، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ۱۷۰ میلیونو نفوسو په لرلو سره په دغه هېواد کې قدرت لري او د جنورۍ په میاشت کې په انتخاباتو کې پرته له کوم مخالفته د څلورمې دورې له پاره د ولسمشرۍ له پاره تایید سوه.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل