1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کي د بن کنفرانس پر ضد مظاهره وسوه

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

د جگړې ضد ټولنو اتحاديې د المان د بن ښار په منځ کي احتجاج وکړی. په احتجاج کي له نړيوالو څخه وغوښتل سول، چي د افغانستان «اشغال» ته د پای ټکی کښېږدي او د اوربند لاري چاري وسنجوي.

«په مظاهره کي شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو گډون کړی وو.»
«په مظاهره کي شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو گډون کړی وو.»انځور: dapd

په بن کي د افغانستان په هکله د جوړیدونکي نړيوال کنفرانس دوې ورځي تر مخه د شنبې په ورځ پدغه ښار کي د افغانستان د جگړې پر ضد لاريون تر سره سو.

پدغه لاريون کي د جگړې ضد يو شمېر ټولنو تر څنگ د المان د کيڼ گوند استازو هم گډون کړی وو.

دغه مظاهره چي، د انسجام کوونکو په وينا پکښي څلور نيم زرو کسانو گډون کړی وو، تر دې شعار لاندي چي« دوی د سولي خبري کوي خو په جنګ بوخت دي» ترسره سوه.

مظاهره کوونکې د بن پر راروانې غونډې هم نیوکې کويانځور: DW

مظاهره کونکو په افغانستان کې په سمدلاسه توگه د جګړې د بندولو، د شریکو اړخونو سره د ډيالوګ او د دغه هیواد څخه د بهرني ځواکونو د را ایستلو غوښتنه وکړه.

د جگړې پر ضد د مسيحيانو د ټولنې پاکس کرسټي مشري کرسټين هوفمان لاريون کوونکو ته د وينا پر وخت وويل، چي د بن کنفرانس اصلي موخه په افغانستان کي د جگړې لا اوږدول دي.

د نوموړي په وينا که جگړه نوره وغځيږي نو تر ټولو زيات زيان به يې عامو افغانانو ته ورسيږي.

د لاريون وينا والو د المان تر څنگ د ټولو نورو بهرنيو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه، چي د افغانستان څخه خپل عسکر راوباسي.

دغه مظاهره کوونکي افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکې ديانځور: DW

د لاريون په پای کي د احتجاج کوونکو له خوا يوه اعلاميه رسنيو ته وسپارله سوه، چي پکښي په افغانستان کي د سمدلاسه جگړې درولو، د افغانانو تر منځ د حقيقي سولي د خبرو اترو د پېل او د ټولو بهرنيو ځواکونو د را ايستلو غوښتنه سوې ده.

د بن کنفرانس به د دوشنبې په ورځ پيل او شاوخوا د ۹۰هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي به پکښي گډون وکړي.

آژانسونه/ برېښناصابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب