په بن کې د اقليم د بدلېدو په اړه کنفرانس
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه![په بن کې د ملگرو ملتونو ودانۍ](https://static.dw.com/image/2067486_800.webp)
اعلان
د دې دوه اونيز کنفرانس په ترڅ کې به د کاري ډلو لخوا د کيوتو د پروتوکول د غځېدا په اړه سلامشورې وشي تر څو د ضرري گازونو توليد کم کړای شي. د غونډې موخه دا هم ده چې د امريکا متحده ايالات، چين او هند هم په دغو چارو کې ونډه واخلي. پرته له دې به له بېلابېلو هېوادونو څخه دغه تر دوو زرو زيات استازي د کال په پای کې په اندويزيا کې د چاپېريال د کلني کنفرانس تياری ونيسي.