1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بن: د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان قونسلگرۍ بيا فعالیت

شکیلا ابراهیم خیل | ژباړونکې:گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آبان ۱۹, دوشنبه

د طالبانو د ادارې خارجه وزارت اعلان کړی دی چې د آلمان د بن په ښار کې د افغانستان قونسلگرۍ سرله نن (دوشنبه)څخه خپل فعالیت له سره پیلوي. دغه وزارت ویلي دي چې ډیر ژر به د پاسپورټونو چاپ او ویش هم پیل سي.

په بن کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان قونسلگرۍ بيا فعالیت
د آلمان د بن په ښار کې د افغانستان د قونسلگرۍ ودانۍانځور: Nazenin Wali/DW

د آلمان په بن ښار کې د افغانستان د قونسلگرۍ فعالیت له یو څه ځنډ وروسته د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د نوومبر لسمه) د طالبانو د ادارې د یوه استازي تر مدیریت لاندې له سره پیل کیږي.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی: «د نوموړې قونسلگرۍ د فعالیت په پیل کیدو سره به، د افغانستان اتباع او نور مراجعین وکولای سي سر له نن دوشنبې څخه د آنلاین له لارې د ملاقات وخت واخلي او د قونسلي چارو د سرته رسولو له پاره نوموړي نمایندگۍ ته مراجعه وکړي.»

سره له دې، د دغه رپوټ تر لیکلو پورې لا په نوموړې قونسلگرۍ پورې اړونده ویب پاڼه لا نه ده فعاله سوې او لاس رسی ورته نه وو.

اړوند:په برلین کې د افغانستان سفیر او په بن کې جنرال قونسل له دندو لاس په سر شوي

د طالبانو د ادارې له خوا معرفي سوی استازی مصطفی هاشمي، په بن کې د افغانستان د ډیپلوماټیکي نمایندگۍ مسؤلیت پرغاړه لري.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت همدارنگه ویلي دي چې په دغه قونسلگرۍ کې به ډیر ژر د پاسپورټ د صادرولو او ویشلو خدمات هم پیل سي.

د آلمان له خوا د طالبانو د دوو استازو منل

د آلمان حکومت د روان کال په جولای مياشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو له خوا دوه استول سوي استازي یې د قونسلي چارو د سرته رسولو او مجرمو پناه غوښتونکو د اخراج د آسانولو له پاره منلي دي.

شاوخوا دوې میاشتې مخکې ددغې قونسلگرۍ مشرتابه او ټولو کارکوونکو چې د جمهوریت نظام له سقوط راهیسې یې په دغې استازولۍ کې کار کاوه،«د آلمان د حکومت له خوا د طالبانو د استازو د منلو» په وړاندې د اعتراض په توگه په ټولیز ډول استعفا ورکړه.

په آلمان کې ځینو میشتو افغانانو هم څو ورځې مخکې د نوموړي اقدام په غبرگون کي د دغې قونسلگرۍ مخې ته په مظاهرو لاس پورې کړ.

اړوند:طالبان: ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ زموږ په کنترول کي دي

په آلمان کې دغه اوسیدونکي افغانان له دې امله اندیښمن دي چې طالبانو ته د سیاسي نمایندگیو ورسپارل، ارقامو ته ددغې ډلې د لاس رسي سبب کیږي او په دې ډول د هغوی امنیت له خطر سره مخامخ کیږي.

په بن ښار کې د افغانستان قونسلگري د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پخواني حکومت راهیسې په اروپا کې د پاسپورټونو د چاپ یوازې مرکز وو او له همدې امله له اهمیت څخه برخمن دی.

د طالبانو ادارې د ۲۰۲۴ م کال په جولای میاشت کې اعلان کړی وو چې په اروپا کې د ډیپلوماټیکي نمایندگۍ له خوا هغه صادر سوي اسناد چې د هغوی له ادارې سره تړاو نه لري، په رسمیت نه پیژني.

وروسته طالبانو د ۲۰۲۴ م کال په اگست کې اعلان وکړ چې په آلمان کې یوازې په مونشن کې د افغانستان د قونسلگرۍ له خوا صادر سوي اسناد مني. له هغه وروسته، طالبانو په برلین کې د افغانستان د سفارت له خوا صادر سوي اسناد هم ومنل.

د آلمان له لوري د طالبانو د استازو منل او پر کډوالو یې اغیزې

31:52

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب