د فرانسې خبري آژانس د ځايي خبريالانو په حواله لیکلي چي د چهارشنبې په ورځ سرتيرو له ټانکونو سره، د هيواد په پلازمېنه لاپاز کي د ولسمشرۍ ماڼۍ ته حرکت وکړ. هغوی د يوه ټانک په مرسته هڅه کوله د ولسمشرۍ ماڼۍ ديوال مات کړي. وروسته د فرانسې خبري آژانس خبريال وليدل چي څرنگه سرتيري بيرته شاته سول. بې شميره گاونډيو هيوادونو د کودتا دغه هڅه وغندله.
په ځايي وخت تر غرمې وروسته پوځي واحدونو له ټاکونو او نورو زغره والو نقليه وسايلو سره د ولسمشرۍ تر ماڼۍ پوري پرمختگ وکړ. دپوځ مشر زونيگا چي سرتيري او ډېر ټانکونو ورباندي راچاپير وه، وويل چي پوځ غوښتل ډيموکراسي «له سره جوړه» کړي تر څو يوه «ريښينې ډيموکراسي» رامنځته سي.
لږ وروسته د فرانسوي خبري آژانس خبريالانو وليدل چي څرنگه سرتيرو او ټانکونو شاته تگ وکړ. لکه څرنگه چي د دولتي ټلويزيون تصويرونو وښودل، زونيگا يو څه وروسته د چهارشنبې په ورځ ونيول سو او د پوليسو په يوه موټر کي انتقال کړای سو.
ولسمشر آرسه، د خپلو سلونو پلويانو په مخکي وويل: «هيڅوک نه سي کولای زموږ څخه هغه ډيموکراسي واخلي چي موږ گټلې ده.» مخکي له دې نوموړي د جنوبي امريکا د دغه هيواد له خلکو وغوښتل چي د«کودتا په وړاندي مقاومت او د ډيموکراسۍ له پاره سره متحد سي.» آرسه، يو نوي پوځي مشر وټاکه او زونيگا يې له دندې گوښه کړ.
نوموړي جنرال له خپل نيول کيدو څخه مخکي خبريالانو ته وويل چي هغه د ولسمشر آرسه، له امر سره سم دا کار وکړ. هغه د يکشنبې په ورځ ورڅخه وغوښتل چي يو پاڅون وکړي، تر څو وکولای سي د سختو تدابيرو په رامنځته کولو سره خپل محبوبيت لاپسي ښه کړي.
وروسته د کودتا د هڅي په تور، د سمندري ځواکونو مشر، خوان آرنيس سلوادور هم ونيول سو. د کورنيو چارو وزير ادواردو ديل کاستيلو وويل، زونيگا او آرنيس هغه دوه «کودتاچيان» دي چي هڅه يې وکړه په بوليويا کي ډيموکراسي له منځه يوسي. دغه دواړه جنرالان په هغو ټانکونو کي وه چي غوښتل يې د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازه ماته کړي.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتيريش، په بوليويا کي د دغه ډول پيښې له امله خپله «سخته اندېښنه» وښودله. په واشنگټن کي د ملي امنيت شورا يوه وياند وويل، چي د امريکا متحده ايالاتو حکومت دغه پيښه په دقيق ډول څارله او خلک يې آرامنتيا ته راوبلل.
په لاتين امريکا کي ډېرو هيوادونو په بوليويا کي د پوځ له خوا دغه ډول حرکتونه وغندل. په چلي، اکوادور، پيرو، مکسيکو، کولمبيا او وينزيويلا کي حکومتونو له خلکو وغوښتل چي ډيموکراسي ته درناوي وکړي.
بوليويا له کلونو سياسي بې ثباتيو وروسته په ژوره توگه، دوه قطبي سوې ده. د MAS په نوم حکومتي گوند د آرسه، او د هغه د پخواني مونيتور موراليس، ترمنځ د داخلي دښمنيو له امله ويشل سوي دي. موراليس، چي د بوليويا لومړني بومي ولسمشر وو، مخکي له دې چي وغواړي اساسي قانون واړوي او په ۲۰۱۹ کال کي د څلورم ځل له پاره د ولسمشرۍ هڅه وکړي، ډير محبوبيت درلود.
پس له هغه چي آرسه، د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کي د ولسمشرۍ انتخابات وگټل، موراليس بيرته د جنوبي امريکا دغه هيواد ته ستون سو. له هغه راهيسي د دغو دواړو ترمنځ د قدرت پرسر مبارزه روانه ده.
په بولیویا کې د ښځو د«چولیتا» غیږې
د بولیویا د ښځو رسلنګ (کشتي کج) په نړۍ کې ډیر شهرت لري. د دغې لوبې ځانګړي او رنګه رنګه جامې د دې غیږنیونې معرفت دی. د ښځو د دغې غیږنيونې کلتور په هکله نور معلومات په دغه انځوريز رپوټ کې لیدلی شئ.
انځور: Kamran Aliپه ایل آلټو کې د غیږې یوه سیالي
د چولیتا دغه ښځینه لوبغاړي د بوليویا په ایل آلټو ښار کې د غیږنیونې په حال کې لیدل کیږي. دغه لوبغاړي چې درانه ګردې لمنې یې اغوستي دي هر یو یې د خپل مقابل لوري د پرځولو کوښښ کوي. نندارچیان هم د لاسونو په پړکا او نارو سره دوی تشویقوي.
انځور: Kamran Aliچولیتا د آزادې غیږې لوبغاړي
دوی ته د آزادې غیږي یا کشتي کج ښځينه لوبغاړي ویل کیږي. دوی د ایل الټو په ښار کې د سلګونو نندارچیانو په موجودیت کې په اونۍ کې دوه واره رسلنګ یا آزاده غیږه نیسي. دا کیدای شي د یوه سیلاني له پاره یوه ډرامه ښکاره شي، خو دغه سیالۍ ډیر لرغونې تاریخ لري.
انځور: Kamran Aliد چولیتا پر ښځینه لوبغاړو بندیزونه
تر څو کاله مخکې پورې دغو میرمنو ته چې له خپل مخصوصو جامو سره پیژندل کیږي، په رستورانتونو، ټيکسيګانو او تر دې اندازې چې په ملي بسونو کې د سفر کولو اجازه نه ورکول کیده. تر څو نسلونو پورې دغو ښځو ته د بولیویا د پلازمېنې لاپاز په ښو او سپيڅلو ګڼل کیدونکو ځایونو کې د ننوتلو اجازه هم نه وه.
انځور: Kamran Aliد ایل آلټو ښار د سمندر له سطحې څخه ۴۰۰۰ متره لوړ دی. د سیمه ييزو خلکو تر څنګ بهرني سیلانیان هم د دغې لوبې یا غیږې د لیدلو له پاره ایل آلتو ښار ته مخه کوي. دغه ښار د بولیویا پلازمېنې لاپاز نه نږدې پروت دی.
انځور: Kamran Aliسیمه ييز خلک شاوخوا د یوه ډالر معادل په بدل کې د دغې لوبې د لیدلو له پاره ټکټ رانیسي، په داسې حال کې چې د بهرنیو سیلانیانو له پاره د دې لوبې د ټکټ بیه۱۰ برابره لوړه ده. بهرنیان د لوبې رنګ ته نږدې ناست وي، دوی ته د خوراک او څښاک تر څنګ یوه سیمه ییزه تحفه هم ورکول کیږي.
انځور: Kamran Aliد راتلونکي لوبې له اعلان سره سم په لوډسپيکر کې موزیک پيلیږي. د چولیتا ښځینه لوبغاړي له رانګا رنګه جامو سره په خندا او خوشحالۍ د نندارچیانو څنګ ته ورځې، نڅیږي او د هغوې له خوا تشویقیږي.
انځور: Kamran Aliد ډیرو رنګونو درلونکي جامې
د چولیتا لوبغاړي د دې له پاره چې ډیر پیاوړي او زړور ښکاره شي نو د ډیرو رنګونو درلودونکي جامې اغوندي. د دروند جسم او درنو جامو سربیره د دوی بدن ډیر نرم (لکه پنرغوندی) وي چې په مرسته یې هر ډول حرکت اجرا کولی شي.
انځور: Kamran Aliچوليتا د هسپانې ژبې له «چولو» له کليمې څخه راغلی دی
ویل کیږي چې چوليتا د هسپانوي کليمې چولو څخه اخیستل شوی چې معنی ده ګډ نسل. دا د حقارت له وجه استعمالیدونکي کليمه وه، چې د هغو سيمه ييزو خلکو له پاره کارول کیده چې هسپانوي ریښه به یې درلودله.
انځور: Kamran Aliلوبغاړۍ لاهورټیکا، نندارچیانو ته شکایت کوي چې ریفري د هغې د مقابل جوآنيتا، پلوي کوي.
انځور: Kamran Aliد سونیا لاهورټیکا مرستې ته راغلې او د اتیلا په نوم ریفري ته د لاهورټیکا د حریف پلوي کولو له امله هغې ته جزا ورکوي.
انځور: Kamran Ali GP/NZ/AG