په بيت المقدس کې د چړې بريد، بريدګر په ډزو وژل شوی
۱۴۰۰ اسفند ۱۵, یکشنبهد اسرائلي پوليسو په خبره يوه ۱۹ کلن بريدګر هڅه کړې وه چې د بيت المقدس زاړه ښار له يوې دروازې سره پر پوليسو بريد وکړي. پوليسو بيا ډزې وکړې او دغه سړی يې وژلی دی. د معلوماتو له مخې دوه تنه پوليس په دغه پېښه کې ژوبل شوي دي. بريدګر د څرګندونو په حواله د بيت المقدس له ختيځ څخه وو چېرته چې ډېری عربان اوسيږي.
په څنګ کې پرته د الحرم الشريف ساحه او د الاقصی جومات د اسلام دريم تر ټولو سپېڅلی ځای بلل کيږي. دغه سيمه بيا يهودان هم سپېڅلې بولي ځکه چې پخوا هلته دوه يهودي عبادتځايونه هم موجود ول. د دغې په کلکه څارل شوې ساحې په شاوخوا کې په تکرار سره له تاوتريخوالي ډکې پېښې صورت نيسي. د لويديځ اردن په اشغال شوې سيمه کې هم په تېرو څو مياشتو کې د فلسطينيانو له خوا داسې ورته بريدونه تر سره شوي ول. اسرائيل د شپږ ورځو په جګړه کې په ۱۹۶۷ م کال کې د نورو تر څنګ د لويديځ اردن سيند سيمه او د بيت المقدس ختيځ هم نيولي ول. فلسطينيان همدغه سيمه د ځان له پاره غواړي چې هدف يې د خپل دولت جوړول دي چې د بيت المقدس ختيځ يې بايد د هغوی په خبره پلازمېنه وي.
ن.ص./ا.ا(dpa)