1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بیت المقدس کي ۲۰۰۰ کلني خوني موندل سوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

په بیت المقدس کي د یهودانو مقدس ندبه ديوال په تونل کې د کیندنو په ترڅ کي تر مځکي لاندي خوني موندل سوي. د اسراییلو د لرغون پیژندنې ادارې د سه شنبه په ورځ خبر ورکړ چي دغه خوني په ډبرو کي جوړي سوي او ۲۰۰۰ کاله پخوانې دي.

Israel Klagemauer in Jerusalem Ausgrabungen
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/newscom/D. Hill

ویل کیږي چي دغه خوني ښایی د رومیانو په واسطه د یهودانو د دوهمي کنیسې تر نړیدو مخکي، په اویایم کال کي د بیت المقدس د اوسیدونکو له خوا کارول سوي وي. ترمځکي لاندي دغه سیسټم « جوړښت» د بیزانس د دورې یو عالي شهکار بلل کیږي. هغه له دوو خونو او یوې حویلۍ څخه جوړ سوی. دغه خوني یو د بل پر سر په درو پوړونو کي جوړي سوي چی د ډبرینو زینو په واسطه یو له بل سره وصل سوي.


ددغو کیندنو مشر بارک مونیکیندام جیفون، له یوه بې ساري کشف څخه خبري کوي. د هغه په خبره، دا اول وار دی چي د تر مځکي لاندي د خونو دغه ډول د یهودانو ندبه دیوال ته نژدې پیدا سوي. سړی باید په دې پوه سي چي ۲۰۰۰ کاله مخکي په بیت المقدس کي دا معمول وو چي د نن ورځي په څیر ډبرین کورونه جوړ کړي. له همدې کبله دا پوښتنه رامنځته کیږي چي «ولي په هغه وخت کي خلکو دومره زحمتونه ګالل تر څو تر مځکي لاندي خوني په ډبرو کي جوړي کړي.

زیاته سوې چي په دغو خونو کي سفالي دیګونه، تیلي څراغونه، ډبرین ګیلاسونه او همدارنګه ډبرین دست شوی پیدا سوي دي. ښایی دغه شیان د یهودانو له خوا د نظافت ساتلو د عنعنې په خاطر استعمال سوي وي.

ندبه دیوال، په اویایم عیسوي کال کي د رومیانو له خوا د یهودانو د نړیدلي دوهمي کنیسې پاته سوې برخه ده چی اوس د یهودانو سپیڅلی عبادتګاه ده. دغه ځای د حرم القدس شریف غونډې په لمن کی پروت دی.

qp/bs (DPA)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب