1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بیګ باش لیګ کې له فاروقي سره قرارداد لغوه شوی

۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکي فضل حق فاروقي سره سډني تنډر، خپل قرار داد لغوه کړی دی. نوموړی د استرالیا د تجارتي سیالیو بېګ باش لیګ، کې له سډني تنډر، لوبډلې سره وو.

فضل حق فاروقي
فضل حق فاروقيانځور: Paul Kane/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې «د تیرې پنجشنبې په ورځ د یوې پېښې د رامنځ ته کیدو وروسته د فاروقي د چلن په هکله شکایت شوی وو» او د هغې په تعقیب له نوموړي سره قرارداد لغوه شوی دی.

د رپوټ له مخې سډني تنډر، یاده پېښه د آسترالیا کرېکټ بورډ ته د څېړنې له پاره وړاندې کړه او د یوې استماعیه غونډې وروسته له فاروقي سره قرارداد فسخه شوی.

د جنوبي آسترالیا د کرېکټ مشر لي جرمون ویلي دي: «د فضل حق فاروقي له لوري ښوول شوی چلن زموږ له ارزښتونو بهر دی» او د هغه د قرارداد د لغوه کیدو پریکړه شوې.

د آسترالیا کرېکټ بورډ ویلي دي چې دا موضوع سرې ده او په دې هکله به نور هیڅ ډول تبصره و نه شي. تر اوسه د دغي قضیې په هکله هیڅ ډول معلومات نه شته.

۲۲ کلن فاروقي تر اوسه د افغانستان له پاره لس یو ورځنې او ۱۷ شل اوریزې لوبي کړي دي، چې خورا ښه ځلیدلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل