1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بې وزلو هیوادونو کي د واکسین د کمښت ستونزه

۱۳۹۹ اسفند ۲۰, چهارشنبه

د "خلکو واکسین اتحاد" له اقتصادي پلوه کمزورو هیوادونو ته د کرونا واکسینونو د ښه عرضه کولو غوښتنه کړې. دغه اتحاد له همدې کبله د واکسین د تولید د انحصار د لغوه کیدو غوښتنه کوي.

Nigeria Covid-19 Impfung in Abuja | Dr. Eragbai Faith
انځور: Uwais Idriss/DW

د نوموړي اتحادیې د یوې څانګي په توګه د آکسفام مرستندویه سازمان څرګنده ګړې، ددې له پاره چي د نړۍ په جنوب کي ډیر ژر خلک واکسین کړای سي، نو باید د دوا جوړولو له پاره د واکسین د اختراع د قانون ثبت لغوه سي. په دې ډول به ډیر هیوادونه وکولای سي خپل واکسینونه په خپله تولید کړي.

دغه اتحادیه په تیره بیا د دوا جوړولو شرکتونو د قدرت د انحصار خبره کړې ده. د آکسفام انترنشنل اجرایويي مدیره، ګابریلا بوچر وايي چي: «له اقتصادي لحاظه امتیاز لرونکي هیوادونه به نړیوال روغتیايي اضطراري حالت لا پسي اوږد کړي. یعني که هغوی د دوا جوړولو شرکتونو یوې کوچنۍ ډلي ته اجازه ورکړي چي د یو چا د ژوند یا مرګ په هکله پریکړه وکړي.»

حکومتونه مسؤلیت لري

په امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، آلمان او بریتانيا کي د یوې ټولپوښتني له مخي، څه د پاسه دوه پر دریمه برخه په دې نظر وه چي حکومتونه باید ددې غم وخوري چي د واکسین جوړولو تکنالوژي له نورو هیوادونو سره شریکه کړي.

ویل کیږي چي په راتلونکو ورځو کي، د روغتیا نړیوال سازمان همږغي کوونکی بڼسټ له خوا د واکسین د نورو دوزونو پر انتقال سربیره، بیا هم د روان کال تر نیمايي پوري په بې وزلو هیوادونو کي، یوازي د شاوخوا درې سلنه انسانانو د واکسین کیدو تمه کیږي.

خو بیا هم که هر څه ښه پر مخ ولاړ سي نو کیدای سي د کال تر پایه د هغه ځای د ولس یو پر پنځمه برخه واکسین سوې وي.

PG/NZ/DW Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب