په تالقانو کې بیا ۴۵ زده کوونکې مسمومې شوې
۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبهاعلان
په تالقانو کې یو ځل بیا په یوه ښوونځي کې زهرجن گاز اچول شوی دئ چې په پایله کې ئې ۴۵ زده کوونکې مسمومې شوې دي. دا په تیرې یوې اونۍ کې پر دې ښونځي ورته دویم برید دئ. افغان چارواکو د پېښې پړه پر طالبانو باندې اچولې ده خو طالبانو د پېښې مسئولیت پر غاړه نه دئ اخیستی.