1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تایلنډ کي د سکس توریزم ولي پراخیږي؟

۱۳۹۸ آذر ۲, شنبه

تایلنډ د توریستي سکس په سبب ډیر مشهوره دی او له اروپا څخه هم ډیر کسان د دې کار له پاره ورځي. اوس د کاتولیکي عیسویانو رهبر، پاپ فرانسیس دغه اکثریت بودايي مذهبه هیواد ته ورغلئ او د دې موضوع سره یې تماس نیولی.

Symbobild Prostitution Asien
انځور: picture-alliance/dpa

د کاتولیکي عیسویانو رهبر، پاپ فرانسیس د تایلنډ څخه د خپلي لیدني کتني پرمهال جنسي سؤ استفادې او بدلمنۍ ته د ښځو او نابالغو کسانو پر مجبورولو باندي انتقاد وکړ او هغه یې د «طاعون» مرض او یو «شریر» عمل بللی، چي باید ریښه یې وایستل سي.

د پنجشنبې په ورځ (د نومبر میاشتي ۲۱ مه نیټه) د تایلنډ پایتخت بنکاک په یوه غونډه کي د تقریبأ ۶۰ زرو کسانو په مخکي فرانسیس د هغو «هلکانو، نجونو او ښځو په باب خبري وکړې، کومي چي بدلمنۍ او انساني قاچاق ته پریښول سوي او د خپل اصلي انساني کرامت له لحاظه تحقیریږي.»

په تایلنډ او د جنوبي اسیا په نورو هیوادونو کي بدلمنۍ ته د نابالغو کسانو مجبورول او سکس توریزم  ډیر پراخ دی. حتی د جرمني څخه هم نارینه هلته ورځي، تر څو خصوصأ د نابالغه کسانو سره جنسي اړیکي ونیسي. دا هم په داسي حال کي ده، چي په تایلنډ کي بدلمني منع ده.

انځور: picture-alliance/dpa

پاپ فرانسیس د تایلنډ د حکومت سره تر خبرو وروسته وویل چې «زه هم زموږ د  زمانې د ټولو هغو ښځو او کوچنیانو په باب اندیښمن یم، چي په خاص ډول سره متضرر سوي، جنسي تیرئ ورباندي سوئ او هر ډول استثمار، غلامۍ، تشدد او سؤاستفادې ته پریښوول سوي دي.»

فرانسیس د حکومت څخه وغوښتل، چي «دغه مرض د ریښې څخه وباسي او هغوی ته داسي لاري چاري مهیا کړي، چي خپل انساني کرامت او عزت بیرته په لاس راوړي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب