لکه څنگه چې دولتي خبري آژانس شینهوا رپوټ ورکړی، ددغې زلزلې له امله لږترلږه ۱۳۰ انسانان زخمیان سوي هم دي. سربیره پردې له ۲۰۰۰ څخه اضافه کورونو ته په بیلابیلو کچو زیانونه اوښتي دي. د CCTV په دولتي رسنۍ کې د زلزلې له مرکز سره نیژدې له ډیرو ویجاړ سوو کورونو څخه خبره کیدله.
د معلوماتو له مخې، دغهزلزله د تینگري سيمې په شاوخوا کې رامنځته سوې چې اوريست غره [Mount Everests] په شمالي برخه او څه ناڅه ۴۰۰ کیلومتره د تبت له پلازمینې لهاسا څخه لیري وه. د شینهوا په حواله د زلزلې د مرکز پر تقريباً ۲۰ کیلومتره شاوخوا سیمه کې څه ناڅه ۶۹۰۰ انسانان ژوند کوي، دا په داسې حال کې ده چې د رسمي معلوماتو له مخې د تینگري سیمه ۶۱ زره اوسیدونکي لري.
د شینهوا په حواله د زلزلې ټکانونه په شاوخوا سیمو کې په ښکاره ډول احساس سوي او ډیری کلي اغیزمن سوي دي. د ژغورنې عملیات پیل سوي او دا چې اوسیدونکي د نورو ممکنه زلزلو له اغیزو وساتل شي، نورو ځایونو ته به انتقال سي.
دغې زلزلې په هند او نیپال کې هم خلک اغیزمن کړل په هند او نیپال کې هم ددغې زلزلې ټکانونه احساس سوي دي. د »همالیا ټایمز« ځایی ورځپاڼي رپوټ ورکړی چې د نیپال په پایتخت، کتماندو او د هیواد په ځینو نوروبرخو کې خلک د خپلو کورونو د نړيدو کیدو بیري، سړکونو ته راووتل. په اول سر کې معلومه نه وه چې خلک به زخمیان سوي وي او که څنگه. همدارنگه د سیمه ايزو رسنیو په حواله په هند کې هم دغه زلزله احساس سوې ده.
په نیپال کی د زلزلې له امله ورانۍانځور: Sunil Sharma/ZUMA Press Wire/picture alliance په دغه سیمه کې زلزلې عامې دي د ټولنیزو رسنیو په انځورونو او ويډیوگانو کې ویجاړ سوي سړکونه او په تیره بیا یو پوړیزه نړیدلي کورونه لیدل کیږي.
د چینایی چارواکو برعکس چې ددغې زلزلې قوت یې ۶،۸ ښوولی وو ، د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارېې (USGS) بیا د هغې د ریشتر په مقیاس ۷،۱ درجې څخه خبر ورکړی دی. همدارنگه نورې کوچنۍ زلزلې هم ثبتي سوي دي.
تبت او د چین ، نیپال او د هند په شمال کې د جنوب لویدیځ ټوله سیمه، ډیری وختونه له هغو زلزلو څخه اغیزمنې کیږي چې د هند او اورآسیا تکتونیکي صفحو د ټکر له امله رامنځته کیږي.
په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د چین د سيچوان په ولایت کې د یوې سختې زلزلې له امله شاوخوا ۷۰ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۲۰۱۵ م کال کې یوې بلې سختې زلزلې د نیپال د کتماندو پر شاوخوا سیمه ولړزوله چې له امله یې څه ناڅه ۹۰۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په زرو نور کسان زخمیان سول.
له ۲۰۰۰م کال راهیسې مرګونې زلزلې
د دوشنبې په ورځ په ترکیه او سوریه کې زورورې زلزلې تر ۲۱۰۰۰ زیات کسان مړه کړي دي. داسې اندېښنې هم شته چې ښایي د تلفاتو شمیر لا پسې لوړ شي. له ۲۰۰۰م کال راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه ځینې مرګونې زلزلې وپېژنۍ. انځور: picture-alliance/AP Photo/str په ترکيه او سوريه کې د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې د ۷ اعشاریه ۸ درجې په شدت زلزله وشوه. د زلزلې له لومړۍ ورځې د تلفاتو ارقام مه په لوړيدو حالت کې دي. د فبرورۍ په ۱۱مه رپوټونو کې د مړو شمیر نژدې ۲۵ زره ښودل شوی دی.
انځور: SNA/IMAGO د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه په خوست او پکتیکا کې زلزلې تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه کړل. په انځور کې د خوست په سپیره ولسوالۍ کې یو سپين ږیری په زلزله کې د خپل ويجاړ شوي کور ته نژدې ناست دی.
انځور: AP Photo/picture alliance د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۴ په هایتي کې یوې زورورې زلزلې چې د ریشتر پر مقیاس ۷،۲ درجې وه تر ۲۲۰۰ زیات انسانان مړه کړل.
انځور: Orlando Barría/Agencia EFE/imago images د ۷،۵ درجې په شدت زلزلې په اندونیزیا کې تر ۴۳۰۰ انسانان مړه کړل.
انځور: Rudy Akdyaksyah/AP/picture alliance / د ۲۰۱۶م کال د اګست مياشتي پر ۲۴ نېټه د ایټالیا په مرکز کې د زلزلې له کبله تر ۳۰۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Chiodi د ۲۰۱۵م کال پر ۲۵ یوې مرګونې زلزلې تر ۸۸۰۰ ډیر کسان مړه کړل.
انځور: Reuters/D. Siddiqui چین: د ریښتر په مقیاس ۶،۲ درجې شدت لرونکې زلزلې له کبله تر ۷۰۰ زیات انسانان مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۴م کال د اګست مياشتي پر دریمه نېټه رامنځ ته شوې وه.
انځور: Reuters د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۴مه نېټه په پاکستان کې د زلزلې له کبله تر ۸۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/ZUMA Press په جاپان کې د ۲۰۱۱م کال د مارج میاشتې پر ۱۱ نېټه څونامي تر ۲۰ زرو زیات کسان ووژل.
انځور: AP د ۲۰۱۰م کال د فبرورۍ پر ۲۷ د زلزلې په پایله کې رامنځ ته شوي څونامي د ۵۲۴ کسانو ژوند واخیست.
انځور: Imago Images/Xinhua دا د نړۍ په کچه یوه له مرګونو زلزلو وه چې د حکومت د اټکلونو له مخې ۳۱۶ زره کسان پکې مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ پر ۱۲ رامنځ ته شوه.
انځور: AP د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي پر ۳۰ د زلزلې له کبله په اندونيزيا کې د تلفاتو شمیر تر ۱۱۰۰ لوړ وو.
انځور: AP د ۲۰۰۹م کال د اپریل پر شپږمه په ایټالیا کې زلزلې تر ۳۰۰ زیات کسان ووژل.
انځور: dapd د چین په ختیځ سچوان کې په ۲۰۰۸م کال کې د یوې مرګونې زلزلې په ترڅ کې ۸۷۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Shifang/dpa/picture alliance د مرکزي پیرو سوحالو ته څیرمه د ۸ درجې لرونکي شدت یوې زلزلې تر ۵۰۰ زیات کسان ووژل. دغه زلزله د ۲۰۰۷م کال د اګست پر ۱۵مه رامنځ ته شوه.
انځور: Carlos Lezama/AFP/Getty Images د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د ۲۰۰۶م کال د می میاشتې پر ۲۶مه نېټه یوه زلزله وشوه چې تر ۵۷۰۰ زیات کسان یې ووژل.
انځور: Donal Husni/ZUMA Wire/IMAGO د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر سیمه کې د ۲۰۰۵م کال د اکتوبر پر اتمه نېټه یوه مرګوني زلزله وشوه. په دغه زلزله کې تر ۸۰۰۰۰ زیات کسان مړه شول.
انځور: AFP/Getty Images/T. Mahmood د ۲۰۰۵م کال د مارچ پر ۲۸مه نېټه د اندونیزیا د سوماترا په شمالي برخه کې یوې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کسان ووژل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/str د هند په سمندرګي کې یوې څونامي په اندونیزیا کې ډیر ځاني زیان اړولی وو. د ۲۰۰۴م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه په رامنځ ته شوې دغه پېښه کې تر ۲۳۰ زرو زیات انسانان مړه شول
انځور: AFP/Getty Images/Choo Youn Kong د ۲۰۰۳م کال د دسمبر پر ۲۶ نېټه د افغانستان په ګاونډي هیواد ایران کې یوې زلزې تر ۵۰ زرو زیات کسان مړه کړل.
انځور: AP تر ۲۲۰۰ زیات کسان په الجیریا کې هغه وخت مړه شول چې د ۶،۸ درجې زلزلې دغه هیواد ولړزاوه. انځور په الجیریا کې د ۲۰۰۳ کال د زلزلې دی.
انځور: Mohamed Messara/picture-alliance/dpa د ۲۰۰۲م کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د افغانستان په شمال کې یوې زلزلې تر ۱۰۰۰ زیات انسانان مړه کړل. انځور د بغلان په نهرین کې د ۲۰۱۲م کال زلزلې
انځور: picture-alliance/dpa د ۲۰۰۱م کال د جنورۍ پر ۲۶ نېټه په هند کې یوې زلزلې چې شدت یې ۷،۷ درجې وو تر شلو زرو ډیر انسانان مړه کړل.
انځور: Arko Datta/AFP/Getty Images