1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تخار کې د ښځينه ورزشي کلب مالک ووژل شو

۱۳۹۸ بهمن ۲۰, یکشنبه

طالبانو د تخار ولایت يو ورزشکار، د دغه ولايت د خلکو په خبره په دې دليل چې د ښځو ورزشي کلب يې درولود وژلی. د تخار د والي وياند وايي، داود اميري د خپلې کوژدې له مراسمو د راتلو پر وخت د کندز- تخار پر لويه لاره وژل شوی.

Afghanistan Provinz Sportler Takhar Davoud Amiri von Taliban getötet
د تخار ولايت ورزشکار داود اميري چې د تخار - کندز پر لويه لاره وژل شوی دیانځور: Jamshid Kundali

د تخار سيميز چارواکي د طالبانو له خوا د دغه ورزشکار وژل مني، خو د ښځينه ورزشي کلب درلودل يې د وژنې لامل نه بولي.

ځينې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، دويچه ويله ته وويل چې طالبانو د شنبې په ورځ (د فبروري میاشتې ۸مه) د تخار ولايت يو ورزشکار، داود اميري د کندز– تخار پر لويه لاره وژلی دی.

دغه سرچينې وايي چې طالبانو د تخار ولایت دغه ورزشکار وروسته له هغې وژلی چې طالبانو د هغه په موبايل ټيلفون کې په ښځينه ورزشي کلب کې د ورزش پر مهال د ښځو اخیستلي انځورونه ترلاسه کړل.

له دغو سرچينو څخه يوې یې دويچه ويله ته وويل: «د وژلو لامل يې فقط د ښځو هغه انځورونه او ويډیوګانې وې چې د تخار په ښځينه ورزشي کلب کې د ورزشي تمريناتو پر وخت اخيستل شوي ول چې هغه په موبايل کې لرل او طالبانو ليدلي وو.»

یادې سرچينې دا هم ويلي چې داسې رپوټونه هم شته چې طالبانو د مخه معلومات درلودل چې ياد ورزشکارا له دغې لويې لارې تيريږي.

د تخار سيميز چارواکي که څه هم د طالبانو له خوا د دغه ورزشکار د وژلو پيښه تائيدوي، خو وايي چې طالبانو هغه د ښځينه ورزشي کلب د درلودلو په دليل نه دی وژلی. د تخار د والي وياند، جواد هجري په دې اړه دويچه ويله ته داسې وويل: «طالبانو هغه په ډيره وحشيانه توګه وژلی دی. پر سر باندې يې موټر تير کړی، سر يې له منځه وړی او پښې يې ورماتې کړي دي. خو وژنه یې له کار سره تړاو نه لري.»

د تخار ولايت دغه ورزشکار د وژلو په اړه ضد او نقیض نظرونه شتون لري. د دغه ولایت د والي وياند د يو شمير خلکو له قوله ويلي دي چې طالبانو له داود اميري څخه ځينې رسمي کاغذونه هم موندلي وو چې کیداي شي دا هم د هغه د وژنې يو لامل وي، خو دا چې دا خبره به څومره کره او حقيقت وي روښانه نه ده.

داود اميري په تخار ولايت کې د ورزشي اتلانو څخه يو وو، چې په وروستيو کې يې د ښځو له پاره يو ځانګړی سپورتي کلب جوړ کړی وو. هغه په دغه کلب کې په خپله ښځو ته ورزشي تمرينات ورکول. د دغه ورزشي کلب د پرانيستلو وروسته، يو شمير خلکو په ټولنيزو رسنيو کې يو لړ غبرګونونه هم ښکاره کړي وو.

د تخار سيميز چارواکي وايي چې دغه ورزشکار د خپلې کوژدې په مراسمو کې د ګډون له پاره کابل ته تللی وو، چې د بيرته راستنيدو پر وخت طالبانو وواژه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل