د چارواکو په حواله د تالقان د ابو عثمان تالقاني په دې ښوونځي کې تر ۲۰۰۰ زيات شاگردان زده کړې کوي.
د ښوونې او روزنې وزارت ويلي دي چې شپږ درسي او درې اداري خوني په بشپړه توگه سوځيدلي دي چې پکې کتابونه، اسناد او کمپيوترونه هم سوځيدلي. د چارواکو له خوا ويل شوي: «موږ د دې پېښې عاملين د علم او پوهې او د افغانستان د ماشومانو د راتلونکي دښمنان گڼو.»
د پوليسو له خوا ويل شوي دي چې د پلټونکو يوې شریکې ډلې د پېښې په اړه تحقيقات پيل کړي دي. په دې اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي چې په پېښه کې څومره کسانو لاس درلود.
تخار د افغانستان په ناامنه ولايتونو کې شميرل کيږي چېري چې تل د زياترو ولسواليو پر سر د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نخښې ترسره کيږي. نورې وسله والې ډلې هم د ولایت امنيت گواښي.
په تخار کې د ښوونځي د سوځولو دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې انتظار کیږي په افغانستان کې د کرونا ويروس له کبله له پنځوو مياشتې راهيسې تړل شوي ښوونځي يوه اوونۍ وروسته بيرته پرانيستل شي.
د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف د کلنې رپوټ په حواله په افغانستان کې دمگړۍ ۳،۷ ميلیونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي او په ښوونځيو کې د شاملو ماشومانو يوازې ۵۴ سلنه یې لومړی ښوونځي سر ته رسوي.
bs/nz (DPA)
زموږ له آرشيف څخه:
د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د هغو ماشومانو په هکله معلومات او شمیرې را ټولې کړي دي چې د مختلفو عواملو له کبله ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.
انځور: DW/I. Jabeenد یونیسف د شمیرو له مخې په سومالیا کې د ابتدايي ښوونځي پر شرایطو برابر د ټولو ماشومانو له ډلې څخه ۷۶ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
انځور: Reuters/Z. Bensemraپه جنوبي سوډان کې بیا د هغو ماشومانو له ډلي څخه چې ابتدايي ښوونځي ته بايد ولاړ شي، ۷۴ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
انځور: DW/T. Marimaد یونیسف د شمیرو له مخې په لیبریا کې بیا د ابتدايي ښوونځي پر شرایطو د برابر ماشومانو له ډلې څخه ۵۷ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Jallanzoیونیسف وايي چې په چاد هیواد کې بیا د ټولو ماشومانو ۵۰ سلنه یې ابتدايي ښوونځیو ته نه ځي.
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/O. Cicekد ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په نایجر کې بیا د داسې ماشومانو شمېر چې ابتدايي ښوونځي ته نه ځي ۵۰ سلنه ښوول شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/B. Hamaپه بورکینه فاسو کې بیا د دغه شان ماشومانو اندازه ۴۸ سلنه ښوول شوې ده.
انځور: Getty Images/A.Koernerپه مالي کې هم د ابتدايي ښوونځي پر شرایطو د برابرو ماشومانو له ډلې څخه ۴۷ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
انځور: picture-alliance/dpa/Landovپه گيني کې بیا د ابتدايي ښوونځي پر شرایط د برابر ماشومانو له ډلې څخه ۴۰ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
انځور: UNICEF/UNI162094/Lynchپه افریقايي استوايي ګیني هیواد کې بیا د ټولو ماشومانو له ډلې څخه ۴۰ سلنه یې ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.
انځور: DW/B. Darameد ګيني بیساو په نامه بل افریقايي هیواد کې بیا د داسې ماشومانو شمېر چې ابتدايي ښوونځي ته نه ځي، ۳۸ سلنه ښوول شوی دی.
انځور: dpaپه افغانستان کې د ابتدايي ښوونځيو پر شرایطو د برابر ماشومانو له ډلې څخه ۶۳ سلنه یې ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.
انځور: DW/O. Didarپه پاکستان کې د ټولو ماشومانو له ډلې څخه ۳۶ سلنه یې ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.
انځور: DW/I. Jabeen