1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په تخار کې ۱۳ولسي پاڅونوال وژل شوي

۱۳۹۹ مرداد ۳۰, پنجشنبه

د تخار ولایت ځایي چارواکو د طالبانو په یوه برید کې د ۱۳ ولسي پاڅونوالو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. بین الافغاني مذاکراتو ته پر چمتووالي سربیره هم په افغانستان کې نښتې ادامه لري.

Karte Afghanistan Provinz Takhar Deutsch
انځور: DW

د تخار ولایت د پولیسو ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې تیره شپه د طالبانو په یوه برید کې ۱۳ ولسي پاڅونوال وژل شوي دي. طالبانو لا تر اوسه د دې برید په هکله څه نه دي ویلي. پيښه د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

په تخار کې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی او د طالبانو بریدونه ډير شوي دي. څو ورځې ترمځه نامعلومه کسانو د دغه ولایت په مرکز کې یو مشهور ښوونځي وسوځاوه. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو په درشل کې دغه کړکیچ ورځ تر بلې زور اخلي.

که څه هم ویل کیږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د بین الافغاني مذاکراتو لومړی دور د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر سره شي، خو لا تر اوسه د دغو مذاکراتو له پاره کومه نېټه نه ده مشخصه شوې.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د پنجشنبې په ورځ له طالبانو د اوربند او مذاکراتو د پیلیدو غوښتنه وکړه.

امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نېټه په دوحه کې یو توافق لاسلیک کړ چې پکې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل په پام کې نیول شوي او په بدل کې یې طالبان دا تضمینوي چې متحده ایالاتو او متحدینو ته به یې له افغانستانه کوم ترهګري ګواښ نه متوجه کیږي.

په دغه تړون کې له حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو خبره هم شوې او تر هغې دمخه باید حکومت پنځه زره طالب بندیان آزاد کړي. اوس هم د څو سوه طالب بندیانو د آزادیدو پر سر ناندرۍ ادامه لري.