تروريزم
په تخار کې ۳۵ پولیس سرتیري وژل شوي
۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبهاعلان
د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې قرارګاه باندې د طالبانو په برید کې ۳۵ پولیس وژل شوي دي.
د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ پخواني ولسوال سید محراب الدین د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د چهارشنبې په ماښام په دې پنځه ساعته وسله واله نښته کې۱۲ نور پولیس سرتیري ټپیان شوي دي.
د تخار دغه پخواني چارواکي همدا راز وویل چې طالب جنګیاليو د پولیسو پر یوې قرار ګاه او درو امنیتي پوستو بریدونه کړې دي. په ورته وخت کې د تخار د ولایتي شورا غړی مولولي کرامت الله بیا وايي چې په یاده وسله واله نښته کې ۴۳ پولیس وژل شوي او نهه تنه نور لادرکه دي.
نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د پولیسو یاده قرارګاه نیولې وه او تر بیرته پریښودو وړاندې یې هغه په بشپړه توګه ویجاړه کړې ده.
DPA /KH-NZ