په تذکرو کې د مور نوم ليکل تائيد شول
۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه![Afghanistan Daily Life Frauen](https://static.dw.com/image/48111768_800.webp)
د ډېرو کلونو راهيسې ښځينه فعالينو په قانون کې د دغه تغيير له پاره مبارزه کړې وه. کارپوهان په پېژند پاڼو کې د مور نوم ليکلو ته د ښځو د حقونو د پياوړتيا په برخه کې د يوه مهم ګام په سترګه ګوري. ولسمشر غني په قانون کې د دغه بدلون د راوستلو فرمان لاسليک کړی دی. دغه خبره د هغه يوه حکومتي وياند د پنجشنبې په ورځ کړې ده. د بشري حقونو د څار د ډلې يا هيومن رايتس واچ فعالې، هېثر بار، د آلمان خبري اژانس ته وويل چې «دا يو ډېر مهم ګام دی.»
د هغې په خبره د اوسنيو مقرراتو له مخې داسې ښکارېدل چې ماشومان په افغانستان کې يوازې په پلار پورې يې اړه لري. د بار په خبره «دا به په اصلي نړۍ کې اوس د ښځو له پاره مسقيمې پايلې ولري او هغو ته د زدکړو، روغتيايي آسانتياوو، تذکرو او د ماشومانو له پاره يې نورو بېلابېلو اسنادو ته لاسرسی او سفر کول هم آسانه کړي.»
د سيمې په بېلابېلو هېوادونو کې په رسمي اسنادو کې يوازې د پلار نوم ليکل کيږي چې دغه څه تر ډېره د فاميل اصل او نسب هم تعيينوي.
د مور نوم شرم ګڼل کيږي
د افغانستان د ټولنې په ځينو دوديزو برخو کې تر اوسه لا په رسمي توګه د يوې ښځينه فاميلي غړې د نوم يادول شرم بلل کيږي.
په قانون کې تعديل د هېثر بار په خبره يوه مهمه نښه ده په داسې حال کې چې اسلامپاله طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت له استازو سره د سولې په سر خبرې اترې کوي. د ښځو د يادې فعالې په خبره «په داسې حال کې چې افغانې ښځې په مايوسۍ سره د سولې آرمان لري، هغوی د مذاکراتو په بهير کې په بالقوه توگه ډېر څه له لاسه ورکولی شي.»
هیثر بار دا هم زياته کړې چې «دغه نوی قانون د باور يوه مخکنۍ نښه ده او د هغو ډېرو مبارزو يادونه کوي چې د ښځو د حقونو افغانو فعالينو د ۲۰۰۱ کال راهيسې کړې او ګټلې هم دي.»