1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ترکيه کي افغانان له داعش سره د تړاو په تور نيول سوي»

dpa,rtr/ن.ز۱۳۹۵ شهریور ۲۹, دوشنبه

د ترکيې د ترور ضد ځواکونو د دغه هيواد په ستر ښار استانبول کي د عملياتو پر مهال په لسونو بهرنيان له داعش سره د تړاو په تور نيولي دي. په نيول سوو کسانو کي څو تنه افغانان هم شامل دي.

Türkei Istanbul Polizist einer Antiterroreinheit
انځور: picture-alliance/AA/B. Ozkan

د رسنيو د راپورونو له مخي د ترکيې د ترور ضد ځواکونو د دغه هيواد په ستر ښار استانبول کي پلټونکي عملیات کړي او په ترڅ کي ئې ۴۰ شکمن بهرنيان له داعش سره د تړاو په تور نيولي دي.

د ترکيې د دولتي خبري آژانس «اناتولي» د راپور له مخي د دغه هيواد امنيتي ځواکونو د استانبول ښار په «فاتح» سيمه کي ۲۰ کورونه تلاښي کړي دي.

د راپور له مخي نيول سوي شکمن کسان د افغانستان، عراق، ايران او ازربايجان وگړي دي. ويل سوي دي چي د نيول سوو کسانو ځينو ئې څوواري سوريې ته سفر کړی او هلته پاته سوي دي. په دغو عملياتو کي داسي اسناد هم نيول سوي دي چي له ترهگرۍ سره تړاو ښيي.

ترکيه چاودنو ته غبرگون ښيي

په دې وروستيو کي په ترکيه کي څو پرلپسې چاودني وسوې چي مسئوليت ئې يا «اسلامي دولت» (داعش) يا کردي ياغيانو منلی دئ.

تيره مياشت د ترکيې پوځ خپل گاونډي هيواد سوريې ته ننوت او هلته ئې د داعش او کردي ياغيانو پرضد عملیات پيل کړل.

داعش د خپلو خسته جنگياليو د هوسايني، د مځکي له لاري د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو او له بهر څخه دوی ته ورتلونکي جنگياليو له پاره د ترکيې له خاوري گټه اخلي.

نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب