په ترکيه کي د عمومي اعتصاب ږغ سوی دئ
۱۳۹۲ خرداد ۲۷, دوشنبهد ترکیې دوو کارګري اتحادیو له خپلو غړو غوښتي دي چې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۷) خپل کارونه پریږدي او د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د حکومت پر ضد په کیدونکي مظاهرو کې برخه والي.
اټکل کیږي چې په دغو کسانو کې چې په لاریونونو کې به برخه واخلي، ډاکټران، وکیلان او ملکي مامورین هم شامل وي.
د دوشنبې په ورځ سهار وختې د استانبول په یو شمیر ولسوالیو کې د حکومت ضد مظاهره چيانو او پولیسو تر منځ د بیلا بیلو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د یکشنبې په ورځ پولیسو يو وار بيا پر مظاهره کوونکو باندي اوښکي بهونکی گاز او اوبه پاشلي دي. مظاهره کوونکو غوښتل چي یو وار بيا د تقسیم میدان او ګیزي پارک ننوځي. ګیزي پارک د شنبې په ورځ په زوره له مظاهرینو څخه خالي شو.
د اردوغان په ملاتړ ستره غونډه
د یکشنبې په ورځ په استانبول کې اردوغان خپلو لسونو زرو پلویانو ته په وینا کې د خپل هغه دریځ دفاع وکړه چې پولیسو ته یې په زروه د تقسیم میدان د خالي کولو امر کړی وو.
اردوغان د ده پر وړاندي «ترهګر» د مظاهرو په تنظیمولو تورن کړل. هغه وویل چې خپل متقابل سیاست ته به ادامه ورکړي او د خپل سیاست پر وړاندي یې د اروپایي ټولنې انتقادونه رد کړل. هغه په خپله یوه ساعته بیانیه کې وویل چې د مظاهره کوونکو چلند په سوله نه تمامیږي.
اردوغان چې له لسو کلونو راهیسې د ترکیې لومړی وزیر دی، وویل: «دا یوازې یو اقلیت دی چې غواړي پر اکثریت باندې مسلط شي. موږ نه شو کولای دې کار ته اجازه ورکړو.»
په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله د ترکیې د حکومت له مشر څخه وغوښتل چې په خپل هیواد کې له مظاهره کوونکو سره خبري اترې وکړي.
مظاهره چيان پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دي
د اردوغان په پلوۍ تر ستري غونډې وروسته هم داسې نخښې نښانې نه لیدل کیږي، چې ګويا مظاهره کوونکي دې پر شا تګ ته چمتو وي. د مظاهره کوونکو د یوه ګروپ ویاند د اسوشیتد پرېس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ غواړو چې د تقسیم میدان او ګیزې پارک بیرته وګټو.»
دغه احتجاجونه د می میاشتي پر۳۱مه نیټه له هغه وروسته پیل شول چې په استانبول ښار کې پولیسو د ګیزي په میدان کې د ساختماني پروژې پر ضد د یوه سوله ییز احتجاج پر وړاندې له زور څخه کار واخیست.
تر هغه وروسته د احتجاجونو څپه پراخه شوه او د پرمختیايي پروژو څخه یې توجه د اردوغان د حکومت ضد سیاست ته واوښته. د ترکیې د ډاکټرانو د اتحادیې د رپوټ په حواله تر اوسه پوري په دغه لاریونونو کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او تر۵۰۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.