د «اناتولي» خبري آژانس خبر ورکړی دی چې لومړی مړی د یوه افغان مهاجر وو چې د ترکيې د شمال لویدیځ ایالت «ادرنه» په «سریم» کلي کې موندل شوی دی.
د دوو نورو مهاجرو جسدونه څو ورځې مخکې د سریم کلي په ګاونډ کې د اکچادام او اداسارخانلي په کلیو کې موندل شوي دي. د دغو دوو تنو د هویت په اړه معلومات نه دې ورکړل شوي.
د اناتولي خبري آژانس په حواله د ترکيې چارواکي اټکل کوي چې دغه کسان به د سړې هوا له امله مړه شوي وي. خو زیاتوي چې مړي به یې د لا زیاتو څیړنو له پاره استانبول ته ولیږدول شي.
په عین وخت کې ترکي چارواکو یو افغان چې جمال الدين ملنګي نومیږي نيولی دی. ملنګي خبریالانو ته ویلي دي چې د یونان پولیس تر نیولو وروسته هغه په یوه کښتۍ کې کښینولی او د ایوروس رود له لارې (چې د یونان او ترکیې ترمنځ بهیږي) بیرته ترکیې ته استولی دی.
ډیر پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د دې سرحدي سیمې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. ملنګي چې ادعا کوي یو تن له دغو درو څخه چې مړي یې موندل شوي دي پيژني وویل چې یونان ته تر رسیدو وروسته د خلکو دروازې ور وټکولې تر څو مرسته ترلاسه کړي.
د اناتولي خبري آژانس د ملنګي په حواله لیکلي دي«موږ مرسته غوښتله چې په دې وخت کې چا پولیسو ته تلیفون وکړ. د یونان پولیسو موږ ونیولو. اول یې د پولیسو ادارې ته وروړلو او بیا یې له هغه ځایه رود ته چیري چې دوې کښتۍ ولاړې وي انتقال کړو». نوموړي زیاته کړه: «موږ یې په دغو کښتیو کې کښېنولو او بیرته یې ترکیې ته ستانه کړو».
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کسان چې مړي یې موندل شوي دي له ملنګي سره یوځای یونان ته رسیدلي او که یا هم له هغه څخه یې جلا اروپایې هیوادونو ته د ځان رسولو هڅه کړې وه.
د یونان چارواکو د روان کال له پیل راهیسې تر۱۴۰۰۰ زيات غیرقانوني مهاجر ثبت کړي دي. تیرکال په همدې موده کې د هغو کسانو شمیر چې په غیرقانوني توګه دغه هیواد ته له همدې لارې ورغلي ول ۵۵۰۰ کسانو ته رسید.
خو د هغو مهاجرو شمیر چې اروپا ته رازي د ۲۰۱۵م کال په پرتله کم شوی دی. په دې کال چې د مهاجرو راتګ خپل اوج ته رسیدلی وو، تر یو میلیون ډیر پناه غوښتونکي اروپا ته راغلي ول. د دغو کسانو ډیری ځانونه په کښتیو کې یونان ته رسولي ول.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د یونان او ترکیې تر منځ مرګونی سیند
مهاجر یوازي له ترکيې څخه يونان ته د آژه سمندرګي له لاري د تګ هڅه نه کوي، بلکي د ایوروس یا ماریتسا سیند له لاري هم یونان ته ځانونه رسوي. خو په دغه هڅه کې تل انسانان خپل ژوند بايلي. انځور: DW/M.Karakoulaki د ایوروس سیند پر څنډه په یوناني ژبه پر لوحه باندي لیکل شوي دي چې«احتیاط سرحد دی. د سیند په بله ژۍ ترکیه ده». د روان میلادي کال په اوږدو کې په زرونو مهاجرو هڅه کړې ده چې د خپل ژوند په بیه له دغه سینده په تیریدو سره اروپا ته ځانونه ورسوي.
انځور: DW/M.Karakoulaki یوازې په روان میلادي کال کې د یونان د ایفورس سیند په څنډه کې ۲۹ جسدونه موندل شوي دي. په وروستیو کې د یوه ۱۵ کلن ماشوم مړی موندل شوی وو. د موندل شوو مهاجرو جسدونه د یونان د الکساندرپولي ښار روغتون ته لیږدول کیږي. اوسمهال د روغتون په مرده خانه کې تر لسو زیات جسدونه پراته دي.
انځور: DW/M.Karakoulaki د روغتون په انګړ کې یخچالي کانتینر. دغه کانتنیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د روغتونو په اختیار کې ورکړل شوی دی. ځکه چې د السکاندرپولي روغتون د دې وړتیا نه درلوده چې د ډیرو مړو شوو مهاجرو جسدونه وساتي.
انځور: DW/M.Karakoulaki کله چې ښکاریان، کب نیونکي یا سرحدي چارواکي په سیند کې کوم مړی وویني، لومړی پولیس د تحقیقاتو په موخه دغه ځای ته رسیږي او انځورونه اخلي. تر هغې وروسته مړي د عدلي طب څیړنو له پاره وړل کیږي، چیرې چې پاولوس پاولیدیس، د مړي پر بدن نخښې نښانې لکه تاتو یا خالونه تشخیصوي او د جسد د ډې ان اې، نموني اخلي.
انځور: DW/M.Karakoulaki د پاولس د معلوماتو له مخې په دغه سیند کې زیاتره موندل شوي کسان ډوب شوي وي. خو ځيني بيا د یخنۍ له کبله مړه شوي وي. د هغه په خبره په وروستیو کې د سړک او اورګاډي د پيښو په ترڅ کې د انسانانو مړینه زیاته شوې ده.
انځور: DW/M.Karakoulaki هغه شخصي شیان چې له جسدونو سره موندل شوي په پلاستیکي کڅوړو کې ساتل کیږي، څو د تشخیص پر مهال ترې کار واخیستل شي.
انځور: DW/M.Karakoulaki دا دردونکې پروسه ده چې د مړو شوو مهاجرو پاته شوي شیان په نخښه شي او په کڅوړو کې واچول شي. زیاتره دغه شیان هغه څه وي چې په اوبو کې له منځه نه ځي.
انځور: DW/M.Karakoulaki هغه شیان چې له منځه نه ځي زیاتره موندل شوي شخصي توکي چې د مهاجرو له جسدونو سره موندل کیږي د سرو یا سپینو زرو ګوتې او غاړگۍ وي. پاولس پاولیدیس وایي: «جامې او رسمي اسناد لکه پاسپورتونه زیاتره مهال په اوبو کې له منځه ځي.»
انځور: DW/M.Karakoulaki زیاتره مهال له مړو شوو مهاجرو سره داسي شیان موندل کیږي چې د هغوی له مذهب سره تړاو لري، لکه د بیلګې په توګه د څرمنې دغه ځانګړی کمربند. دا کمربند ښيي چې د دې کمربند تړونکی کس له افریقا سره تړاو لري. که چیرې یو کس وپيژندل شي د هغه پاته شوي شیان د هغه د کورنۍ غړو ته ورکول کیږي، البته د امکان په صورت کې.
انځور: DW/M.Karakoulaki که چیري د یوه مړه شوي مهاجر پيژندنه یا بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته استول امکان و نه لري، نو بیا د یونان اړونده چارواکي هغوی خاورو ته سپاري. یا هغوی په زیدرو کې د مسلمانانو په هدیره کې او یا هم په اورستیادا کې د عیسویانو په هدیره کې ښخوي. ۲۱ کلن مطفی رهوان، چې د سوریې د حلب ښار اوسیدونکی وو دغلته ښخ دی.
انځور: DW/M.Karakoulaki