د می میاشتې پر ۱۴نیټه د ټاکنو په لومړي پړاو کې اوغان ۵،۲ سلنه رايې ترلاسه کړې وې او ترمخه دا خبره روښانه نه وه چې آيا نوموړی به د ولسمشر اردغان او که د هغه د سيال کمال قليچدار اوغلو ملګرتيا وکړي.
اوغان وويل چې دا اړينه ده چې راتلونکی ولسمشر له هماغه سياسي اتحاد سره تړاو ولري چې په پارلمان کې یې اکثريت ترلاسه کړی وي.
نوموړي وويل چې د قليچدار اوغلو ملي اتحاد د «عوامي اتحاد په مقابل کې چې له تېرو شلو کلونو راهېسې حاکم دی، د پام وړ ډېرې رایې ترلاسه نه کړې او داسې کوم دريځ یې هم نه دی غوره کړی چې موږ د راتلونکي په اړه قايل کړي.»
اوغان هڅه کوي چې د اپوزيسيون ګوندونه په اساسي قانون کې د هغو بدلونو په اړه له بحثونو هم را وګرځوي چې له کبله یې ترکي ژبه کمروزې کیدلای شي.
خو ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي ول چې هغه به دې ډول غوښتنو ته سر ټيت نه کړي. نوموړي له سي ان ان تلويزيوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې زه داسې کس نه يم چې دا ډول مذاکرات مې خوښيږي.»
په عين وخت کې قليچدار اوغلو هم د رايو اچوونکو د ملاتړ ترلاسه کولو له پاره «په ترکيه کې د ميشتو مهاجرو په اړه پاروونکي ويناوې کوي.» د مثال په توګه نوموړي په خپله يوه تازه وينا کې «د ټولو مهاجرو بيرته خپلو کورونو» ته د ليږدولو خبره وکړه.
نوموړي دا ژمنه هم کړې چې که چېرې ولسمشر شي نو له پي کي کي ډلې سره به د سولې هیڅ ډول مذاکرات ونه کړي.
ب. ص/ ن. ز (AFP,AP)
زموږ له آرشيف څخه:
په ترکيه کې د کاپادوکيه سيمي ښکلا
د ترکیې د اناتولي په مرکزي برخه کې واقغ د کاپادوکيه سيمه ډېرې ښکلي طبيعي منظرې لري. دلته پرتې غونډۍ او غرونه ډېر حيرانونکي جوړښتونه لري. که له ځمکې یې ننداره کوئ او که فضا ورته ګورئ، ښکلا یې له هرې زاویې د ستاينې ده.
انځور: Behcet Alkan/AA/picture alliance
په اوچيسار کې د لمر لوېدل
د مرکزي يا منځنۍ اناتولي په کاپادوکيه سيمې کې انسانو له ميلاد څخه کابو ۳۰۰۰ کاله پخوا ژوند پېل کړی وو. دا د ترکیې له مشهورو تفريحي ځایونو څخه يو دی. دا سيمه په ۱۹۸۵م کال کې د يونيسکو د نړيوال کلتوري ميراث په توګه درجه بندي شوه. د اوچيسار کلا تر ځمکې لاندې استوګن ځایونه او دهلیزونه لري. دا سيمې تر ټولو لوړ ځای هم دی.
انځور: Chris McGrath/Getty Images
مهارت او کلتور
دا په نوشهر کې د غاليو او سوغاتونو يو پلورنځای دی. په غاليو کې ډېر باريک جزيات د ستاينې وړ دي. دا جزيات ننداره کوونکي يوه بل عصر ته وړي.
په کاپادوکيه کې ټولې منظرې د انستاګرام، سنيپ چت او ويديوګانو له پاره په زره پورې ګڼل کيږي. که دا عکسونه او ويديوګانې په اوښ د سپرلۍ په مهال اخلئ او که له يوه کرېن څخه اخلئ.
د منځنۍ اناتولی د دې حیرانوونکې سيمې سيل سړی د تودې هوا له پوکاڼې او يا پر بايسکل، آس او يا پر اوښ د سپريدو له لارې کولی شي. د کوچنیو ګاډيو له لارې هم د دې سيمې د تنګو کوڅو او يا کوچنيو کلیو سياحت امکان لري. په موټر کې هم سړی دلته سيل کولی شي.