1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرترکیه

په ترکيه کې ترافيکي پېښه شوې درنه مرګ ژوبله ېې اړولې

۱۴۰۱ مرداد ۲۹, شنبه

د ترکېې په سويل غازي عینتاب سیمه کې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د اګست ۲۰مه) په ترافیکي پيښه کې چې څو موټرونه په کې جنګيدلي، لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. په مړو کې ژغورونکي هم شامل دي.

Türkei - Verkehrsunglück in Gaziantep
د ترکېې په غازي عینتاب کې د شنبې ورځې په ترافیکي پيښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي انځور: DHA

د آلمان خبري آژانس په حواله، د غازي عينتاب والي، داود ګل (Davut Gül) د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل چې په ۱۵ مړو کې ۳ د اوژنې ادارې کارکونکي، ۴ روغتيايي کارکونکي او ۲ ژورنالیستان هم شامل دي.

 والي زیاته کړه چې دغه ترافيکي پيښه د غازي عينتاب ښار مرکز او د نيزيت ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لوېه لاره چې د سورېې سرحد په اوږدو کې پرته ده، د یوه ميني بس موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده. هغه وویل د ژغورنې ډله د لومړنيو مرستو په موخه د پېښې ځای ته رسيدلې ده.

ګل وويل، ميني بس موټر دوه خبریالان او د ژغورنې کارکوونکي ووهل او مړه ېې کړل. دغه ژغورونکي تر دې مخکې ېوې بلې ترافيکي پيښې ته راغلي ول او ژورنالیستان د پيښې څخه د رپوت چمتو کولو په حال کې ول.

هغه زیاته کړه چې ميني بس په بل مخ واوښت او شاوخوا ۲۰۰ میتره وښويد چې بیا له يوه امبولانس او د خبریالانو د نشراتو له ېوې لارۍ سره وجنګيد. د ترکېې دولتی خبري آژانس، TRT وويل چې دوه مړه شوي خبریالان د IHA په نوم خبري آژانس څخه دي. 

د NTV په نوم تلويزیون د پيښې یوه ويډيو خپره کړې ده. په دغه ويډيو کې ژغورونکي ښودل کيږي چې په یو ډير ګډوډ وضعیت کې په ميني بس کې د بند پاتې شوو کسانو د ایستلو هڅې کوي.

د IHA خبري آژانس يوه خبريال دغه تلویزيون ته وويل: «ډير بد حال دی... داسې ده لکه د جګړې صحنه، موږ خپل دوه همکاران له لاسه ورکړل.»

د آلمان خبري آژانس وايي د پيښې ۲۲ ټپيان روغتون ته رسول شوي خو دا چې د هغوی روغتيايي حالت څومره نازک دی یا نه دی، په سملاسي توګه څه نه دي ويل شوي. 

تيره ورځ د مصر پلازمېنه قاهره ته نژدې یو مساپر وړونکي بس او لارۍ موټر په ټکر کې ۷ کسان مړه او ۲۲ نور ټپيان شوي ول.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب