1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کې د پخواني حکومت سرتېري د اخراج وېره لري

شعیب تنها شکران
۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت هوایي او ځمکني ځواکونه چې د نظامي زده کړو له پاره ترکیې ته تللي او اوس یې خپلې زده کړي پای ته رسولي، دا وېره لري چې بېرته به افغانستان ته واستول شي.

Afghanistan | Sicherheitskräfte in Kabul
انځور: ZUMAPRESS/imago images

دغه افغان سرتېري وېره لري چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې به د طالبانو پر وړاندې د خپلو پخوانیو فعالیتونو له کبله د غچ اخيستلو هدف وګرځي.

دوی له دې امله هم اندېښنه لري چې ترکیه پرته له دې چې د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت په پام کې ونیسي، له خپل هيواد څخه افغان کډوال اخراجوي. د بخښني نړیوال سازمان په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې ترکیې د روان کال په اتو لومړیو میاشتو کې ۴۴ زره افغان کډوال اخراج کړي دي.

د افغانستان د هوایي ځواکونو یو سرتېری علي یاري چې په ۲۰۱۶م کال کې د مسلکي زده کړو له پاره ترکیې ته تللی و، وروسته له هغې چې زده کړي يې پای ته رسولي له يوه ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دی.

هغه دویچه ویله ته وویل: «موږ ۲۶ کسان یوو. له دې ډلې څلور کسان د هوایي ځواکونو اړوند دي او ۲۱ نور د دفاع وزارت د ځمکني ځواکونو اړوند یوو. د افغانستان د پخواني نظام تر سقوط وروسته او په ترکيه کې زموږ د زده کړو له پای ته رسېدلو سره دا هيواد زموږ د اقامت وېزې تمدید کړي نه دي او داسي ښکاري چې په نږدې لسو ورځو کې مو افغانستان ته ولېږي.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو کلیزه، پریکړې یې څه تر شا پرېښودل؟

علي یاري زیاته کړه: «سربېره پر دې چې موږ د ترکیې له دفاع وزارت څخه په وار وار د ویزو د تمدید په برخه کې همکاري غوښتي، خو زموږ هڅې کومه پایله ورکړې نه ده.»

په ترکیې کې د پخواني نظام د هوایي ځواکونو یو بل سرتېری نبي الله وایي چي موجودو ستونزو هغه له رواني او روحي ناروغیو سره مخ کړی دی.

هغه وایي: «پنځه کاله مې زیار ګاللی او مسلکي زده کړي مې په ترکیې کې پای ته رسولي، خو اوس د اقامت ویزې نه لرلو له کبله د قاچاقي کسانو په څېر په پټه ژوند کوم او وېره لرم چې داسې نه چې د ترکیې امنیتي ځواکونه مې افغانستان ته اخراج کړي. نه پوهېږم څه وکړم، نه د ژوند د لګښتونو پیسې لرم او نه هم د کار زمینه راته برابره ده.»

هغه همدارنګه زیاته کړه چې ترکيې مخکې د زده کړو له پای ته رسولو په هره میاشت کې ۸۰۰ لېره ورکوله خو اوس دا پیسې هم بندې شوې او شرایط ورته سخت شوي دي.

دغه راز په ترکيه کې د افغانستان د پخواني حکومت د هوايي ځواک يو بل سرتېرى سميع الله عزيزي هم په دې هېواد کې د افغانستان سفارت له مسئولينو غواړي ترڅو د اقامت ويزو د غځولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

هغه وايي: «زموږ له پاره بله لاره نشته. موږ په ترکيه کې د افغانستان له سفارت څخه غواړو چې له مسئولو نهادونو سره خبرې وکړي او موږ له اندېښنې او بې برخیلک ژوند څخه وژغوري، ځکه موږ نه افغانستان ته د تلو لاره لرو او نه هم دلته د پاتېدو اجازه.»

جنرال ميلي: په افغانستان کې مو د يو شمېر عسکرو د پريښودو سپارښتنه کړې وه

په ترکیې کې د افغانستان سفارت مسئولان وایي چې هڅه به وکړي ترڅو د پخواني حکومت د هوایي او ځمکني ځواکونو د اقامت ویزې ستونزې په دغه هېواد کې هوارې کړي.

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت مرستیال محمد مصدق فقیري دویچه ویله ته وویل: «په تیرو وختونو کې یو شمیر افغان محصلین چې ترکیې ته د خپلو زده ګړو له پاره راتلل، نشوای کولای چې په ټاکل شوې مودې کې خپلې زده کړي پای ته ورسوي او په پای کې به یې د اقامت کارتونه نه غځېدل او اخراجېدو ته اړ ایستل کېدل.»

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت مرستیال ټینګار وکړ چې د پخواني حکومت د دفاعي ځواکونو ستونزې د سفارت له نظامي اتشي سره شریکې کړي ترڅو د ستونزو د حل په برخه کې له اړوندو نهادونو سره خبرې اترې وکړي.»

په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکوريدو وروسته د امنيتي ادارو په زرګونو پوځيان د خپل ژوند د ژغورنې په خاطر ګاونډيو هيوادونو لکه ايران او پاکستان ته مهاجر شول او اوس په دغو هيوادونو کې په سختو شرايطو کې ژوند کوي.

که څه هم طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې، خو د پخواني حکومت د سرتېرو او کارکوونکو د وژل کېدو ډېر راپورونه شته. طالبان په دغو وژنو کې لاس لرل ردوي او شخصي دښمني یې بولي خو نړیوالو سازمانونو په مستند ډول د طالبانو له خوا د پخوانیو سرتېرو له وژلو خبر ورکوي.

طالبانو حتی ویلي چې د پخواني حکومت د سرتېرو او کارکوونکو په ګډون افغانان کولای شي پرته له کومې ستونزې افغانستان ته ستانه شي خو د دې ډلې له خوا د غچ اخیستنې راپورونه د دې لامل شوی چې هیڅوک د بیرته ستنیدو فکر ونه کړي.

په افغانستان کې د پوځي چارو شنونکی مصعب محمدي دویچه ویله ته وویل: «د تېر حکومت زیات شمېر امنیتي ځواکونه چې د روزنې له پاره بهرنیو هېوادونو ته استول شوي وو، له بده مرغه د هغوی بېرته ستنېدو ته شرایط  برابر نه دي او ډاډ نه لري چې له بیرته راستنیدو سره سم د افغان ځواکونو په لیکو کې استخدام شي، ځکه چې طالبانو خپل جنګیالي په امنیتي ارګانونو کې ځای پر ځای کړي دي.»

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل