1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

په ترکيه کې د پنځو افغانانو مړي موندل شوي

۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

د ترکيې پولیسو په يوه کور کې د پنځو افغانانو مړي موندلي چې په چړې وژل شوي دي. د ترکيې دولتي خبري آژانس ويلي دي چې پېښه په پلازمېنه انقره کې شوې او پولیسو ېې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.

په ترکېه کې د مهاجرو یو کمپ
په ترکېه کې د مهاجرو یو کمپانځور: picture-alliance/dpa/MOKU/U. Onder Simsek

آنادولو خبري آژانس ويلي دي چې د دغو پنځو افغانانو مړي وروسته له هغې وموندل شول چې د کورنۍ يوه غړي ېې پولیسو ته د هغوی د لادرکه کېدو رپوټ ورکړ.

د اسوشتيد پریس په رپوټ کې راغلي چې تر اوسه د وژل شوو کسانو د هویت په اړه کوم معلومات نشته اما دا ېې ويلي دي چې دغه مړي د انقري په وروسته پاتې سيمه، اوندر (Onder) کې موندل شوي دي. اوندر هغه علاقه ده چې پکې افغان او سوريايي مهاجر اوسیږي.

تېرکال هم په دغه سيمه کې وروسته له هغې چې يو ترکی هلک په چړی ووژل شو، قهرجنو کسانو پر يوې سوريايي کورنۍ هجوم وروړی وو. په ترکېه کې د اقتصادي ستونزو له کبله د مهاجرت ضد احساسات لوړ شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل