د ترکیې پارلماني او جمهوري رياست انتخابات نن پیل سوي دي. برحاله جمهوررييس ته که څه هم د یوه وتلي کانديد په سترگه کتل کيږي ، خو مطلق اکثریت به په لاس را نه وړي.
د تقریبأ ۶۰ ملیونو مستحقو ترکانو څخه غوښتل سوي دي، چي دماځیگر تر پنځو بجو پوري خپلي رايي ورکړي. د انتخاباتو مکمل نتایج به نن ماښام معلوم سي. اردوغان نن غرمه په استانبول کي وويل، چي «په انتخاباتو کي ډیرو کسانو برخه اخیستې ده او دا یوه ښه خبره ده» که برحاله جمهوررييس رجب طیب اردوغان انتخابات وگټي ، نو به په ترکیه کي د پارلماني سیسټم په عوض جمهوري سیسټم رامنځته سي. بیابه نو دئ پر پارلمان ،قضأ او حکومت باندي هم حاکم سي.
انځور: Reuters/O. Orsal
خو په عین حال کي انتخاباتي ناظرینو په انتخاباتو کي د لمړنیو بې نظمیو څخه خبر ورکړی دی. هغوی ویلي دي، چي دهیواد د جنوب شرق په ایالت سانلیروفا کي نارینه وو د خپلو ښځو له پاره رايي ورکوي او یو رایي ورکونکئ وهل سوی هم دی. ویل کيږي، څنگه چي دغه ولایت د سوریې سره پرسرحد واقع دی، بين المللي ناطرین د امنیتي دلایلو په خاطر نه سي ورتلای.
شنونکي، رجب طيب اردوغان ته دیوه وتلي کاندید په سترگه گوري اووايي، چي هغه به انتخابات وگټي ، خو مطلق اکثریت به په لاس را نه وړي.
پر ورته موضوع یو انځوریر البوم:( 14.12.2017 )
د ترکیې تاریخي ښار «قونیې» د ۱۳ پیړۍ ستر صوفي او شاعر مولانا جلال الدین رومي «بلخي» له امله په نړیواله کچه شهرت موندلی. هر کال په دې ښار کې د هغه تلین د دسمبر میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې د لسو ورځو له پاره لمانځل کیږي.
انځور: DW/S. Raheem
د مولانا د ۷۴۴ تلین په مراسمو کې هر کال د ترکیې له بیلابیلو ښارونو او له ټولې نړۍ څخه د هغه پیروان، سیلانیان او د هغه ستایونکي راځي او په دې مراسمو کې شرکت کوي.
انځور: DW/S. Raheem
د مولانا د مزار پر دروازه باندې د هغه د پلویانو تګ راتګ ډیر وي او ټول هڅه کوي چې د هغه له قبر څخه لیدنه وکړي.
انځور: DW/S. Raheem
دې ښار ته د راغلو ټولو کسانو هڅه دا وي چې دوی ټول د مولانا جلال الدین رومي (بلخي) له آخري کور یعنې مقبرې لیدنه وکړي.
انځور: DW/S. Raheem
د مولانا د مزار په ودانۍ کې د هغه د میرمنې قبر، د ځینو شاګردانو او نورو مهمو روحاني او علمي شخصیتونو قبرونه هم تر سترګو کیږي.
انځور: DW/S. Raheem
د مولانا د مزار په داخل کې د هغه مقبرې لیدلو له پاره تل ګڼه ګوڼه وي.
انځور: DW/S. Raheem
د مولانا د مزار په احاطه کې د سلجوقیانو د دورې پر مهال د څښاک د اوبو له پاره جوړ شوی ځای، لا هم د راغلو کسانو تنده ماتوي.
انځور: DW/S. Raheem
د پاکستان نامتو شاعر علامه محمد اقبال بیا مولانا خپل مرشد ګڼلو. د هغه پر شاعری باندې هم د رومي اغیز پروت دی. له رومي سره د علامه اقبال د زیاتې مینې له امله، د رومي د مزار په احاطه کې د علامه اقبال سمبولیک قبر هم جوړ شوی د ی.
انځور: DW/S. Raheem
د مولانا د مزار په موزیم کې د هغه د استعمال ځینې توکي لا هم خوندي دي. په دې انځور کې د مولانا ځینې خولۍ هم ښکاري چې نوموړي به کارولې.
انځور: DW/S. Raheem
دلته د یو درویش د ژوند او ځینو نورو مسائلو د تشریح له پاره له مومو څخه ځینې مجسمې هم جوړې شوي دي.