دا هم په داسي حال کي ده چي په حاضر وخت کي د واشنگټن او انقرې تر منځ روابط د یوه سلسله جنجالي مسایلو په اړه بې له هغه هم د تشنجه ډک دي. د نورو تر څنگ د سوریې په شمال کي ترکي عملیاتو یې روابط سخت خړ پړ کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Guzel
په ۲۰۱۶ م کال کي د ترکېې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت پر ضد تر ناکامي کودتا وروسته د امریکا د قونسلگرۍ ډیر کارکونکي نیول سوي ول. د مېتین توپوز په نامه یو کارکونکی د جاسوسۍ په تور تر اوسه پوري هم په تعلیقي بندکي شپې او ورځي تیروي.
د یونان او ترکیې تر منځ مرګونی سیند
مهاجر یوازي له ترکيې څخه يونان ته د آژه سمندرګي له لاري د تګ هڅه نه کوي، بلکي د ایوروس یا ماریتسا سیند له لاري هم یونان ته ځانونه رسوي. خو په دغه هڅه کې تل انسانان خپل ژوند بايلي.
انځور: DW/M.Karakoulaki
خطرناکه لار
د ایوروس سیند پر څنډه په یوناني ژبه پر لوحه باندي لیکل شوي دي چې«احتیاط سرحد دی. د سیند په بله ژۍ ترکیه ده». د روان میلادي کال په اوږدو کې په زرونو مهاجرو هڅه کړې ده چې د خپل ژوند په بیه له دغه سینده په تیریدو سره اروپا ته ځانونه ورسوي.