1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې ولې تل زلزلې کیږي؟

۱۴۰۱ بهمن ۱۹, چهارشنبه

د دوشنبې په ورځ یوې زورورې زلزلې ترکیه او سوریه ولړزولې. دا سیمه په وار وار د زلزلو شاهده وي. دا مقاله تشریح کوي چې ولې هلته تل زلزلې پېښیږي؟

Türkei Iskenderun Krankenhaus Einsturz Erdbeben
انځور: Benoit Tessier/REUTERS

د دوشنبې په ورځ په ترکیه او سوریه کې د زورورو زلزلو له امله شاوخوا ۸۰۰۰ کسان ووژل سول او په همدي زلزله کې زرګونو نور ژوبل سول. ښايي د دې پېښې د قربانیانو شمېر زیات سي. د بیړنیو چارو کارکونکي شپه او ورځ هلته کار کوي ترڅو تر خاورو لاندې بند پاتې کسان وژغوري. مګر دا کارمندان باید په ورته وخت کې د ناوړه هوا شرایطو سره مبارزه وکړي.

په زلزله ځپلو سیمو کې د هوا درجه له صفر څخه کښته ده او ځینې اغیزمنې سوې سیمې د سختو واورو شاهدې دي.

د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (افاد) د معلوماتو له مخې، د ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې زلزلې اصلي مرکز د سوریې پولې ته څېرمه په قهرمان مارش ولایت کې و. افاد ویلي، چې له دې لږ وروسته په غازي عنتاب ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶.۶ درجې یوه بله زلزله وسوه.

د ځمکې د ښورښ حرکت جریان

په ترکیه او د نړۍ په نورو برخو کې زلزلې غیري متوقع نه دي. اخر ولې؟ دا مهمه ده چې پوه سئ چې د ځمکې ښورښ په یو ډول د یو بل سره وصل سوي او له حرکت کوونکي تیکتونکي پلیټونو څخه جوړ سوي دي: هغه دا دی، چې څو لوی سمندري تیکتونکي پلیټونه او څو کوچني براعظمي تیکتونکي پلیټونه ساینس لا تر اوسه د دې ټوټو شمیر نه دی ټاکلی.

ساینس پوهان پوهیږي چې دا تیکتونکي پلیټونه هر کال شاوخوا دوه سانتي متره (شاوخوا ۱ انچ) حرکت کوي. دوی کولای سي له یو بل څخه لیرې سي، یو بل ته نږدې سي، یا کله ناکله د یو بل په وړاندې حرکت وکړي، او په براعظم کې د حرکتونو لامل کیږي چې دوی په سر کې قرار لري.

«پوښتنه دا نه ده چې آیا زلزله به وسي، مګر دا چې څه وخت  زلزله کیږي.»

د ۲۰۲۰په اکتوبر کې، یوې زلزلې اژه سمندر ولړزاوه . د زلزلې مرکز د ترکیې په ازمیر ولایت کې وو. د دغې زلزلې په پایله کې تر ۱۰۰ډېر کسان مړه او تر ۱۰۰۰ ډېر نور ژوبل سول.

اړوند:ترکیه او سوریه: د زلزلو د قربانيانو شمیر ۴۲۰۰ کسانو ته رسېدلی

له ترکیې سره له ډېر پخوا راهیسې د زلزلې څیړونکو ځانګړې علاقه لري. د آلمان په پوستدام کې د جیولوژیکي څیړنو مرکز په ترکیه کې د اندازه کولو وسایل نصب کړي او د ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې په دې هیواد کې د زلزلې څارنه کوي.

ترکیه د زلزلې تباهی وروسته انځور: Tunahan Turhan/ZUMA Wire/IMAGO

د دغه مرکز موندنې ښيي چې د زلزلې خطر د سمندر په شاوخوا کې، د بیلګې په توګه، چیرې چې استانبول موقعیت لري زيات دی.

مارکو بانهوف، د جیولوژیکي څیړنو په مرکز او په همدې سیمه کې یو کارپوه دی، هغه په ۲۰۱۹ م کال کې وویل: «پوښتنه دا نه ده چې آیا زلزله به وسې یا نه، بلکي دا ده چې زلزله به کله وسې.»

بانهوف وویل داسې کافي شواهد سته چې په سیمه کې تکتونیکی پلیټونه «ټکر سوي» چې د فشار لامل کیږي. هغه په ​​​​دې نظر دی چې په پای کې به ډبرې نور د دې فشار سره مقاومت و نه کړي، او هغه پلیټونه چې د یو بل په وړاندې فشار راوړي په څو ثانیو کې خپل موقعیت بدلوي او د یوه لوی ټکان لامل کیږي.

د ساختمانونو د جوړښت ثبات او د زلزلې د ساتنې له پاره کیندنې خورا مهمي دي

ودانیو، زیربناوو او خلکو ته جدي خطر د زلزلې د څپو له امله رامینځته کیږي چې ځمکه حرکت کوي.

د خلکو د ساتنې له پاره تر ټولو ښه لاره د زلزلې ضد ودانۍ دي. بانهوف وويل، له بده مرغه دا ډول ودانۍ ډېرې ګرانې دي. هغه زياته کړه، چې خلک دې له ځانه وپوښتي، چې زړې ودانۍ دې پياوړې کړي او که ونړوي او نوې ودانۍ جوړې کړي.

ویل کیږي چې د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمه کې د دوشنبې د ورځې د زلزلې په ترڅ کې تر ۱۷۰۰ زیاتې ودانۍ ویجاړې سوې دي.

د ترکیه اردبن کرانمهاس سیمه انځور: Adem Altan/AFP/Getty Images

اړوند:تطالبانو د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه مرسته اعلان کړې

د انګلستان په سوتهمپټون پوهنتون کې د ساختماني او زلزلې د انجینرۍ پروفیسور محمد کاشاني وویل: «انځورونه ښیې چې ځینې ویجاړي سوي ودانۍ ممکن د عصري زلزلې کوډونو دمخه جوړې سوې وي، او ممکن د داسې سختې زلزلې له پاره ډیزاین سوي نه وي.»

هغه وویل: «د دې زلزلې د شدت او ټیټوالي ترکیب له مخې دا خورا ویجاړونکی وي. موږ اړتیا لرو چې د ویجاړ سویو ودانیو توضیحات وڅیړو او د دې ویجاړونکي پیښې څخه زده کړه وکړو چې ودانۍ او ښارونه ډیزاین کړو ترڅو د داسې پیښو په وړاندې مقاومت ولري.»

زلزله ځپلې کورنۍ تر خيمو او شنه آسمان لاندې ورځې شپې تيروي

03:24

This browser does not support the video element.

خو دا نه یوازې د یوې ودانۍ د ستونونو او اسکلیټونو جوړول چې د زلزلې په وړاندې په مقاومت کې بنسټیز رول لوبوي، بلکې هغه ځمکه چې ودانۍ پري جوړیږي هم رول لوبوي. بانهوف وویل: «دا غوره ده چې د دې ودانیو فرعي خاوره ګرانیټ وي. وچې ټوټې لکه شګه یا خاوره لږ ښه دي.»

ژباړه :صفت الله زاهدي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب