1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتنزانیا

«تنزانيا کې د استعمار پر وخت جنايتونو له کبله بخښنه غواړو»

۱۴۰۲ آبان ۱۰, چهارشنبه

د آلمان جمهور رئيس فرانک والټر شټاينمایر په تنزانيا کې د هغو جنايتونو له کبله بخښه وغوښتله چې پوځ یې د مستعمرې پر وخت په دغه هېواد کې کړي ول.

د آلمان ولسمشر فرانک والټرشتاينماير د تنزانيا د سفر پر مهال
د آلمان ولسمشر فرانک والټرشتاينماير د تنزانيا د سفر پر مهالانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

ولسمشر فرانک والټر شټاينماير چې دمګړۍ د تنزانيا په سفر بوخت دی، د تنزانيا په جنوبي ښار سونګينا کې د ماجي ماجي په نوم میوزيم کې د خبرو پر وخت وويل: «زه غواړم ستاسې څخه د هغه څه له پاره بخښنه وغواړم چې آلمانانو دلته ستاسې له اجدادو سره کړي ول.» تنزانیا د آلمان د ختيځې افريقا برخه وه.

شټاينماير په خپلو خبرو کې وويل: «زه غواړم تاسې ته ډاډ درکړم چې موږ آلمانان به له تاسې سره په شريکه د هغو پوښتنو د ځوابونو د موندلو لټه وکړو چې لا ځواب شوي نه دي او تاسې په آرام نه پرېږدي.»

شټاينماير د څه له پاره بخښه غوښتې؟

کارپوهان اټکل کوي چې د تنزانیا د ۲۰۰ او ۳۰۰ زرو په منځ کې بومي يا اصلي اوسيدونکي د ۱۹۰۵  او ۱۹۰۷م کلونو ترمنځ په اصطلاح د ماجي ماجي بغاوت پر وخت ووژل شول.

د دې بغاوت په ترڅ کې چې د مستعمرو د تاريخ د خونړيو بغاوتونو څخه يو بلل کيږي، آلماني عسکرو د کليو او کروندو په سیسټماتيکه توګه ویجاړولو کې ونډه لرله.

د دې پېښو له کبله د شرم د احساس لرلو په تړاو غږيدو پر وخت شټاينماير وويل چې آلمان چمتو دی له تنزانیا سره د ماضي د دې پېښو په اړه ګډ کار وکړي.

ولسمشر ژمنه وکړه چې په ماجي ماجي ميوزيم کې زده کړې کيسې به تر ستنېدو وروسته د آلمان له خلکو سره شريکې کړي او زياته یې کړه: «دلته چې څه پيښ شوي، هغه زموږ او ستاسې شريک تاريخ دی – ستاسې د پلرونو او په آلمان کې زموږ د اجدادو.»

شټاينماير پرون، سه شنبه تنزانیا ته د خپل درې ورځني سفر په دويمه ورځ وويل چې «آلمان به د کلتوري ملکيتونه او د انساني پاته شويو بيرته سپارل په نظر کې ونيسي.»

آلمان او تنزانيا غواړي خپلې منځي اړيکي پياوړي کړيانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د افريقا په لويه وچه کې د تنزانيا مقام؟

په ۲۰۲۱م کال کې آلمان ومنله چې په ناميبيا کې د استعمار پر وخت د هيريرو او ناما قبيلوباندې شوي جنایتونه نسل وژنه وه. آلمان هغه وخت اعلان کړی وو چې د دغه جرمونو تاوان به ورکړي.

آلمان له ۱۸۸۴م کال څخه د لومړۍ نړيوالې جګړې تر پای پورې يو شمير مستعمرې لرلې چې په هغه کې د نننۍ تنزانيا، بروندي، رواندا، ناميبيا، کامرون، توګو او ګانا سیمې شاملې وې.

آلمان او تنزانيا غواړي چې خپلې اړیکې پياوړې کړي. د تنزانیا ۶۳ کلنه ولسمشره ساميه سولوهو، چې د افريقا د لوې وچې د هيوادونو يوازنی ولسمشره ده، د دغه هيواد د پخوانيو چارواکو ډېرو تګلارو ته  تغير ورکړی دی.

نوموړي پر مظاهرو بندیز له منځه وړی، ورځپاڼو ته یې جوازونه ورکړي او د اپوزيسيون مشران یې له بنده آزاد کړي دي.

خو د بخښنې نړيوال سازمان اوس هم په دغه هيواد کې د بشري حقونو په برخه کې ځيني نيمګړتياوې په ګوته کړي دي چې پر مطبوعاتو او د راټوليدو پر آزادۍ محدوديتونه پکې شامل دي.

تنزانيا د صحرا د جنوب افريقا له هغو هېوادونو څخه يوه ده چې پياوړی اقتصاد لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب