1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کې چاودنې ۱۹ کسان وژلي

۱۳۹۹ تیر ۱۱, چهارشنبه

د تهران په يوه کلينک کې د گازو د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي. تېره اوونۍ د پلازمينې په يوه پوځي ساحه کې هم ورته چاودنه شوې وه.

Iran Explosion in Teheran
انځور: Getty Images/AFP/ISNA/A. Kholousi

د ایران د دولتي تلویزيون د رپوټ په حواله د تهران په شمال کې په يوه روغتيايي کلينک کې د سه شنبې په ورځ (د جون ۳۰ نیټه) د گازو يوې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي دي. چاودنې شا او خوا ودانيو ته هم زيان رسولی دی. د دولتي تلويزيون په رپوټ کې زياته شوې چې د پېښې په ساحه کې د شپې آسمان تور دود نيولي وو.

د تهران د بيړنيو طبي خدماتو له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي: «پر ځايي وخت د ماسخوتن پر شا او خوا نهو بجو په سينا کلينک کې د چاودنې او ور پسې د اور لگېدنې خبر ورکړل شو. طبي پرسونل سملاسي د پېښې ځای ته ورسېدل.»

چارواکو لومړی د ۱۳ کسانو د مړينې خبر ورکړی وو خو د تهران د اطفایې وياند جلال مالکي وروسته بيا دولتي تلویزيون ته وويل چې د قربانيانو شمير ۱۹ ته لوړ شوی دی. د ارنا دولتي خبري آژانس د مالکي له قوله ويلي دي چې په وژل شويو کې ۱۵ ښځې او څلور نارينه شامل دي. زياته شوې ده چې شل تنه ژغورل شوي دي.

زياتره قربانيان په عمليات خانو کې ول

مالکي وويل چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د کلينک په تکاوۍ کې د گازو ټبو اور واخيست. زياته شوې ده چې  ځيني قربانیان د کلينک په پاسني مننرل کې په عمليات خانو کې ول چې ځينې يې مریضان او يا له هغوی سره مل کسان ول.

د تهران د اطفایې وياند جلال مالکي زياته کړې: «هغوی د گرمۍ له کبله او د زهرجن دود د تنفس کولو له وجې مړل شوي دي.»

د تهران په دې کلينک کې کوچني عملياتونه، ايکسرې او التراساوند معاينې کیږي او د پېښې پر وخت پکې ۲۵ تنه طبي پرسونل موجود  وو.

څلور ورځې  تر مخه په پلازمينه کې يوې حساسې پوځي ودانۍ ته څيرمه هم ورته چاودنه شوې وه. د ايران د دفاع وزارت د جمعې په ورځ تائيد کړه چې دغه چاودنه د گازو له ټانکونو څخه د گازو د خارجيدو له کبله شوې وه. په دغه پیښه کې ځاني زيان نه وو اوښتی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب