شخړي
په تورخم کې د طالبانو برید اته افغان سرتیري وژلي
۱۳۹۵ آبان ۴, سهشنبهاعلان
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي احمد علي، وویل: «دغه پوسته د یوې مودې له پاره د طالبانو له خوا نیول شوې وه. طالبان له پوستې څخه د وسلو او نورو تجهیزاتو تر اخیستلو وروسته تیښتیدلي دي.»
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، دغه برید تایید کړی دی خو د مرګ ژوبلې د کچې په اړه یې څه نه دي ویلي. خوګیاڼي وویل: «افغان امنیتي ځواکونو دغه پوسته بیرته نیولې ده.»
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو تر څنګ، په وروستیو وختونو کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې جنګیالیو هم سر پورته کړی دی. اوس مهال دغه ډله د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې حضور لري او له شنبې ورځې راهیسې په پچیراګام ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په سخته جګړه بوخته ده.