1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تورخم کې په زرونه لارۍ بندې پاتې دي

۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله د پرله پسې دریمې ورځې لپاره هم تړلې ده. د پولې دواړو غاړو ته په زرګونو بار وړونکې لارۍ بندې دي. سوداګر له مالي زیانونو سره مخ دي.

آرشیف: د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم سرحدي لار
آرشیف: د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم سرحدي لارانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

وسله والو طالبانو د یکشنبې په ورځ د تورخم دروازه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مسافرو او سوداګرۍ لویه لار ده، وتړله.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدی وايي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان رسولی دی. د پولې دواړو غاړو ته د درنو باروړونکو لاریو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.«

هغه زياته کړه، چې له يکشنبې راهيسې د پولې دواړو غاړو ته څه باندې شپږ زره لارۍ چې سوداګريز توکي لېږدوي بندي پاتې دي.

د تورخم لارې د تړل کېدو لامل لا نه دی څرګند، خو د دواړو لورو چارواکو ویلي، چې د ستونزې د حل په موخه یې خبرې کړې دي.

سرحدي شخړې او د سیمې په هیوادونو کې یې پر افغان کډوالو اغیز

د طالبانو یوه ولایتي چارواکي د دوشنبې په ورځ رویټرز خبري آژانس ته وویل چې پاکستان د هغو مسافرو او ناروغانو د تګ په اړه چې غواړي پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي. خو یوه پاکستاني چارواکي بیا ویلي، دوی ته نه دي ویل شوي چې تورخم دروازه ولې تړل شوی ده.

آرشیف: یوشمیر خلګ د تورخم پر لار د اوښتو انتظار باسيانځور: Ahmad Kamal/Xinhua News Agency/picture alliance

سرحدي وويل، افغانستان د خپلو ډېرو اړتياوو د پوره کولو لپاره پر پاکستاني مالونو تکيه کوي او د ډېرو پاکستاني باروړونکو موټرو تمځاى منځنۍ اسيا ده، چې افغانستان د ترانزيټي لارې په توګه کاروي.

هغه وويل: »سوداګر په ځانګړې توګه هغه کسان چې تازه خوراکي توکي لکه مېوې او سبزيجات لېږدوي، له زيان سره مخ دي، ځکه چې لارۍ له درېيو ورځو راهيسې بندې دي.«

په تېرو وختونو کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې تړل کېدو سوداګرو ته زیانونه اړولي ول.

سوداګر: له پاکستان سره سوداګري ۳۰ سلنه کمه شوې

هغه زياته کړه، چې د ځينو لاريو بار په وړو موټرو کې له پولې د تېرېدو په موخه لېږدول شوى، خو سوداګر په دې سيمه کې د موټر چلوونکو د خونديتوب په اړه اندېښمن دي.

ځايي اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ د تورخم پولې ته څېرمه د درنې جګړې خبر ورکړی وو، خو طالب چارواکي بیا هر ډول وسله واله نښته ردوي او وايي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

د تورخم د تړل کيدو له کبله د خلکو شکايتونه

05:21

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب