تر دې دمخه، مهاجر د آژه سمندرګي له لارې اروپا ته تلل، چې ددغې لارې په پرتله ډيره لنډه ده. خو اوس انساني قاچاقبرانو خپلو مسيرونو ته تغیر ورکړی دی. دوي اوس د تورې بحيرې له طريقه چې څو کيلومتره اوږده او په کراتو خطرناکه ده استفاده کوي.
په هره اندازه چې سمندري لارې اوږدې کيږي، طبيعي خبره ده چې هومره د کښتيو د ډوبيدو او د مهاجرو د مرګ خطرونه هم ورسره زياتیږي، هغه هم په وړو او غيرمعياري کښتيو کې. دا هم په داسې حال کې چې دمهاجرو سره سفري لارښود هم نه وي.
د جمعې په ورځ يوه ډله مهاجر چې د ترکيې له ساحلونو څخه د کب نيونې په يوې وړې کشتۍ کې سپاره شوي ول او غوښتل يې ځانونه اروپا ته ورسوي، له حرکت څخه يې لږ وروسته کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه. چارواکو په سر کې څلور جسدونه پيدا کړي ول او ويلي يې وو چې پاتې نور کسان لادرکه دي.
خو د شنبې په ورځ (سپټامبر ۲۳مه ۲۰۱۷) د ترکيې ساحلي ساتونکو اعلان وکړ چې تر اوسه يې ۲۱ جسدونه موندلي دي او لا هم د څو لادرکه مهاجرو د پيدا کيدو په موخه لټون ادامه لري.
د ترکيې د ساحلي ساتونکو د اطلاعاتو رسولو د برخې يوه مسئول وويل چې د کب نيونې په دغې کښتۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه مهاجر سپاره شوي ول. هغه وويل چې کښتۍ د ترکيې ساحل په ۱۲۰ کيلومترۍ، کافکين سيمه کې ډوبه شوې ده. د اطلاعاتو پر اساس په کشتۍ کې سپاره ډیری مهاجر د عراق، سوريې او افغانستان هيوادونو اتباع ول.
دا چې دغه مهاجر کوم اروپايي هيواد ته تلل لا تر اوسه معلومه نده، خو داسې ويل کيږي چې په دې ورستيو کې انساني قاچاقبران د تورې بحيرې له لارې مهاجر رومانيا ته رسوي تر څو له هغه ځايه يې ځانونه نورو اروپايې هيوادونو ته ورسوي.
په وروستيو کې له ترکيې څخه د تورې بحيرې له لارې ډير مهاجر رومانيا ته رسيدلي دي. د رومانيا ساحلي ساتونکو د اګست مياشتې له نيمايي څخه د سپتمبر تر لمړيو پورې د ډيرو مهاجرو کښتيانې پيدا کړي او په ټوليزه توګه يي ۸۴۳ تنه مهاجر نيولي دي.
مهاجر له ترکيې څخه اروپايي اتحاديې ته د رسيدلو په مقصد ترډیره د آژه سمندرګی لاره انتخابوي، ځکه دغه لاره لنډه او لږ خطر لرونکې ده. پردغه لاره مهاجر لمړی د يونان ټاپوګانو او بيا له هغه ځايه هڅې کوي چې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته ولاړ شي. په وروستيو کلونو کې پردغې لار هم ډير شمير انسانان په اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه شول.
وروسته له هغې چې په ۲۰۱۶ کال کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرت پرموضوع تړون ترسره شو اوس پردغه مسير کنترول زيات شوی دی او د مهاجرو سفرونه ورباندې خورا لږ ترسره کيږي. د ۲۰۱۶ کال د مارچ مياشتې راپديخوا د آژه سمندرګي لاره تقريبا په بشپړه توګه د مهاجرو پرمخ تړل شوې ده.
پر ورته موضوع زموږ د آرشیف څخه يو انځوریز البوم(14.09.2017)
له آلمان څخه د افغانانو د اخراج پروسه ـ انځوريزه کرونولوژي
له آلمان څخه د افغان مهاجرو ډليز اخراجونه وروسته له هغې پيل شوه چې افغانستان د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتې په سر کې د بروکسل په غونډه کې د مهاجرت پر موضوع د اروپايي اتحاديې سره يوې هوکړې ته ورسيد. انځور: Imago/J. Heinrich د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر مياشتې په لمړيو کې د بروکسل په غونډه کې افغانستان له اروپايي اتحاديې سره د مهاجرت پر موضوع يوې هوکړې ته ورسيدل، د دغې هوکړې له مخې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو څخه افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج اسانه کړل شو.
انځور: Picture alliance/Zumapress/J. K. McCann د بروکسل د توافق له مخې، افغانستان دې ته حاضر شو چې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو لخوا رد شوي افغان مهاجر ومني.
انځور: Reuters./F. Lenoir د بروکسل په غونډه کې افغانستان د اروپايي اتحاديې لخوا مالي ملاتړ ترلاسه کړ، خو د بشر حقونو سازمانو پر دغې اتحاديې نيوکې وکړې چې دغه ملاتړ نبايد د مهاجرو له اخراج سره تړلي وي.
انځور: Reuters/F. Lenoir تر هوکړې وروسته د آلمان په مختلفو ښارونو کې د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد ډیرې مظاهرې وشوي. افغان مهاجر او د هغو بهرني ملاتړي وايي چې افغانستان امن ندی.
انځور: E. Hadid آلمان څخه کابل ته د افغان مهاجرو لمړنی ډليز اخراج د ۲۰۱۶ کال په سپټامبر مياشت کې ترسره شو. په دغه پرواز کې ۳۸ تنه ردشوي افغان مهاجر کابل ته بيرته وليږدول شول.
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossaini آلمان څخه د رد شويو افغان مهاجرو دويم ډليز اخراج د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ مياشت کې ترسره شو. په دا ځل پرواز کې ۲۶ تنه افغانان کابل ته اخراج شول.
انځور: Reuters/R. Orlowski که له ېوې خوا ډليز اخراجونه ترسره کيږي ورسره جوخت په ټول آلمان کې افغانانو ته دا حق ورکول کيږي چې د افغان مهاجرو د اخراج په ضد مظاهرې وکړي. په مظاهره کې يوازې افغانان نه بلکه آلمانان هم برخه اخلي. انځور په هامبورک ښار کې د مظاهرې يوه برخه.
انځور: DW/B. Rasin آلمان څخه د افغان رد شويو مهاجرو دريم ډليز اخراج د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ مياشت کې ترسره شو. په دې پرواز کې ۱۸ تنه افغانان کابل ته اخراج کړل شول.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad آلمان کې د مهاجرو ملاتړ کونکو او بشري سازمانونو په وار وار د افغان مهاجرو د اخراج ضد مظاهرو کې د افغانانو تر څنګ خپل اواز اوچت کړی دی. د آلمان ځيني ګوندونو هم د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالفتونه ښکاره کړي دي. د بيلګې په توګه د ۲۰۱۷ کال په اپريل کې د آلمان د شلزويګ هولشتاين ايالت صدراعظم تروستن البیک د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج بهير د درولو غوښتونکی شو.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/O. Messinger اخراج شوي مهاجر او راتلونکې افغانستان ته اخراج شوي افغان مهاجر ناهيلي ښکاره کوي. نور ايم رحمن له آلمان څخه په څلور پرواز کې کابل ته اخراج شو. د رحمن په څير اخراج شويو افغان مهاجرو لپاره تر ټولو ناهيلې کونکې خبره دا ده چې زيات وخت يې بې ګټي تير شوی دی. دوی له پاره په افغانستان کې له سره د نوی ژوند پيلول ګران کار بريښي.
انځور: Sirat آلمان څخه کابل ته د ردشويو افغان مهاجرو څلورم ډليز اخراج د ۲۰۱۷ کال په مارچ مياشت کې ترسره شو. په دغه ځل ۱۵ تنه افغانان اخراج شول.
انځور: picture-alliance/dap/M. Jawad په کابل ښار کې د آلمان سفارت مخته د می مياشتې په ۳۱ نيټه د موټر بم ستره چاودنه وشوه. په دغې چاودنه کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول. د آلمان سفارت ودانۍ هم سخته زيانمنه شوه. آلمان دا ځل د افغانانو پنځم ډليز اخراج وځنډاوه.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Bruna کابل کې د ۲۰۱۷ کال د می مياشتې د ۳۱ مې بريد وروسته آلمان افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج د نامعلوم وخت لپاره ودراوه. دغه هيواد وپتيله چې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه له سره کتنه وکړي. د مي ۳۱ بريد د آلمان سفارت مخته شوی وو چې دغه سفارت په کې سخت زيانمن شو.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai تر درو مياشتو ځنډ وروسته د اخراج لړۍ بيا پيل د رد شويو افغان مهاجرو وروستي ډلييز اخراج د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۲ نيټه د دوسلدورف له هوايي ډګر څخه ترسره شو. په دغه پرواز کې لږ تر لږه ۱۲ تنه افغانان کابل ته اخراج کړل شول. دا له هغه وخته چې آلمان حکومت د افغان مهاجرو اخراج تر يو نامعلوم وخت پورې درولی وو، لمړی ډليیز اخراج دی چې له دغه هيواده ترسره کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen کابل ته رسيدلی یو نوی رد شوی افغان مهاجر. دغه ځوان د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۳ يعنې په وروستي پرواز کې افغانستان ته اخراج شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar اخراج د رايو ترلاسه کولو لپاره د آلمان د مهاجرو له حقونو څخه د ملاتړ ادارې مشر ګهونتر بورکهارت د افغان مهاجرو د وروستي اخراج په اړه د آلمان حکومت پر اعلان سختې نيوکې وکړې. بورکهارت ویلي وو چې هغوی ځکه د انتخاباتو څخه يوازې څو ورځې د مخه دغه کار کوي تر څو وښيي چې د اخراج په مسئله کې جدي دي او په دې ترتيب رايي ترلاسه کړي. سرچينې: آژانسونه، انځورنه د دويچه ویله له آرشیف څخه
انځور: Imago/J. Heinrich