1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تويتر کي نوې غوغا؛ ترمپ خپل یو فوتاشاپ شوی انځور خپور کړ

۱۳۹۸ آذر ۷, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، خپل یو فوتوشاپ شوی انځور خپور کړی چي په کي یې بدن د یوه ورزشکار دی. هغه دا کار د خپل روغتیایي وضعیت په اړه د آوازو د ځوابولو په موخه کړی دی.

Trump Twitter account Fotomontage Boxer-Pose
انځور: AFP/@realDonaldTrump /E. Baradat

د امريکا متحده ايالاتو ۷۳ کلن ولسمشر دونالد ترمپ، د چهار شنبې په ورځ خپل داسې يو انځور پر تویتر خپور کړ چي په کي یې سر د یوه سوک وهونکي پر بدن ایښودل شوی دی. ترمپ په دغه انځور کي خپل اندام د هالييود د سينما د نامتو ستوري سيلويستر ستلون، د »راکي ۳« فلم پر یوه انځورو باندې فوتوشاپ کړی دی.

شاوخوا لس ورځي مخکي روغتون ته د ترمپ ناڅاپي ورتگ د هغه د روغتيايي حالت په هکله آوازې خپرې کړې. دغو آوازو ته په غبرگون کي سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چي ترمپ يوازي د خپلو ځينو کلنیو معايناتو له پاره روغتون ته تللي وو. 

د ترمپ د دې انځور تر خپريدو یوازې يو ساعت وروسته، هغه د تويتر د کاروونکو له خوا څه د پاسه ۳۵ زره وارې شریک شو او نزدې ۱۰۰ زره لايکونه يي واخيستل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب