په تيره يوه کال کي د افغانستان اقتصادي حالت
۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبهسره لدې چې د افغانستان د مرکزي بانک د يوې احصايې له مخې د هغو وګړو شمير چې د فقر او بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي د تير کال په پرتله له 42 سلنې څخه 36 سلنې ته راټيټه شوې ده خو د دغې سلنې شتون هم چې څه د پاسه د ټولنې دريمه برخه جوړوي د يو اقتصادي ځورونکي حالت څرګندويي کوي .
د اقتصاد دوزارت د چارواکو په وينا تر اوسه افغانستان سره د مرستې په موخه د نړيوالو دولتونو لخوا د 62 ملياردو ډالرو د مرستو ژمنې شويدي چې له دې جملې څخه 36 مليارده ډالره د مختلفو سازمانونو اوهيوادونو لخوا افغانستان ته راغلي ، د دغو پيسو لويه برخه يعنې 78 سلنه د بهرنيو هيوادونو او نړيوالو موسسو لخوا مصرف شوي او يواځې 22 سلنه د افغان دولت لخوا په مصرف رسيدلي دي . د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال پوهاند ډاکتر نذير احمد شهيدي د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې دويچه ويلې ته وويل چې : د افغانستان اجتماعي محصول په 1388 کال کې يوولس اعشاريه اوه ملياردوډالرو ته رسيږي چې د تيرو کلونو په پرتله درې وارې زياتوالی ښيي .
ډاکتر شهيدي وايي چې : په افغانستان کې د ناخالصو توليداتو کچه په 1388 کال کې پنځلس اعشاريه يو سلنه پراختيا موندلې خو دی زياتوي چې : دغه پراختيا د 1389 کال لپاره اته اعشاريه پنځه وړاند وينه شوېده .
ډاکتر نذيراحمدشهيدي وايي چې : سره لدې چې په 1388 کال کې ځينې اقتصادي پرمخګتونه موجودې وې خو د انفلاسيون کچه شپږ سلنې ته رسيدلې وه .
د اقتصاد وزارت مرستيال وزير وويل چې : سره لدې چې د فقر تر کرښې لاندې د وګړو سلنه 36 سلنې ته راټيټه شوېده خو د دغې سلنې شته والی د انديښنې وړ ده بايد د دولت لخوا په دې برخه کې ځينې اقتصادي ګټه ور پروګرامونه پلي شي .
صادرات چې د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټيزه ستنه جوړوي په 1388 کال کې شاتګ کړی د تير کال په نهو مياشتو کې د صادراتو کچه 421 ميليونو ډالرو ته رسيده حال دا چې دغه شميره په 1388 کال کې 236 ميليونو ډالرو ته رسيږي.
د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خانجان الکوزی هم وايي چې : د صادراتوکچه د تيرکال په پرتله راټيټه شوېده دی وايي چې د کال په اوږدو کې افغاني سوداګر څلور سوه ميليونه ډالره صادرات درلودل چې 160 ميليونه ډالره يې وچه اوتازه ميوه او سبزيجات ؤ ، قيمتي ډبرې او طبيعي بوټي هم په دې کې شامل ؤ .
الکوزی وايي چې : 1388 کال له اقتصادي پلوه يو ستونزمن کال ؤ دی زياتوي چې : سره لدې چې په ګمرکې عوايدو کې د تير کال په پرتله څه د پاسه ديرش سلنه زياتوالی راغلی خو تر څنګ يې د وارداتو کچه شپږو ملياردو ډالرو ته رسيږي .
ډاکتر نذير احمد شهيدي وايي چې : د کرهڼې په برخه کې د ناخالصو توليداتو کچه پنځلس اعشاريه يو سلنه وده کړيده .
د شهيدې په وينا د امنيت د نشتوالي له امله اړين پرمختګونه ندي شوي او د صادراتو او وارداتو تر منځ هم واټن زيات شوی.
د صادراتو د کچې د ټيټ والي په هکله خانجان الکوزی وايي چې : د پاکستان دولت د ګمرکي تعرفو د جګيدو له امله د افغانستان صادراتو ته ستر زيانونه اوښتي .
خانجان الکوزی وايي چې : د صنعت په برخه کې پانګه ونې شوې خو پانګه وال د تخنيکي ، ګمرکي او د برښنا د نشتوالي د ستونزو له کبله نشي کولای خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي د همدغو ستونزو له کبله د هرات ، ننګرهار او کندهار په ولايتونو کې توليدي فابريکې له سقوط سره مخامخې دي .
د اقتصاد وزارت مرستيال وزير وايي چې: سره لدې چې د سړي سر کلنی عايد 460 ډالرو ته رسيدلی چې د تير کال په پرتله څلويښت ډالره زياتوالی ښيي خو دا په دې مانا نده چې دغه کلنی عايد د ټولو لپاره زيات شوی وي .
د اقتصادي چارو کارپوه اجمل سهيل وايي چې : د افغانستان د سياسي او امنيتي حالاتو څرنګوالي او په ادارو کې بيروکراسي ډير شميرپانګه وال يې دې ته اړ کړي چې له هيواد څخه خپلې پانګې وباسي .
سهيل نړيواله ټولنه ګرم بولي چې د افغانستان دولت يې ندی هڅولی تر څو د اقتصادي ودې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي . سهيل وايي چې افغاني توليدي توکو لپاره له هيواد څخه بهر بازار موندنه د دولت دنده ده او په دې برخه کې دولت کوم ګټه ور کار ندی تر سره کړی .
ځينې اقتصادي کارپوهان د بازار په اقتصادي سيستم هم نيوکې لري چې دغه اقتصادي سيستم په افغاني وروسته پاتې ټولنه کې د اقتصادي پراختيا په برخه کې اغيزمنتوب نلري.
انور بری پال/ کابل
کتونکی. زيارمل