1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تيرو دوو لسیزو کې نژدې ۱۷۰۰ خبریالان وژل شوي

۱۴۰۱ دی ۹, جمعه

د بې پولې خبریالانو سازمان له خوا یوه خپره شوې ارزونه ښيي چې په تېرو شلو کلونو کې په ټوله نړۍ کې نژدې ۱۷۰۰ خبریالان وژل شوي دي. په دې موده کې په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۸۱ تنه دی.

RSF: Mehr Journalistinnen in 2022 in Gefangenschaft oder getötet
انځور: HASAN ALI ELMI/AFP/Getty Images

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) چې مرکز ېې په پاریس کې دی وايي چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ دوه لسیزې «د هغو کسانو له پاره چې د معلوماتو د رسولو په برخه کې فعالیت کوي، په ځانګړې توګه وژونکې وې».

د دې سازمان عمومي منشي کریستوف دلوار، د وژل شوو خبریالانو په اړه ويلي دي: «د دغو شمیرو تر شا د کسانو څیرې، شخصیتونه، استعدادونه او ژمنې موجودې دي چې د معلوناتو راټولو، د حقیقت لټې او خبریالۍ ته یې د خپلې ژمتیا له پاره د خپل ژوند بیه ورکړې ده.»

د بې پولې خبریالانو نړېوال سازمان په حواله په تیرو دوو لسیزو کې سوریه او عراق د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هیوادونه دي چې په کې ۵۷۸ خبريالان وژل شوي دي. دغه شمير په ټوله نړۍ کې د وژل شوو خبریالانو څه باندې يوه پر درېمه برخه جوړوي.

بې پولې خبریالان: ۷۵ سلنه ښځينه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي
 
تر سورېې او عراق وروسته، مکسیکو دریم هیواد دی چې ۱۲۵ خبریالان په کې وژل شوي دي. په څلورم ځای کې فیلپین ښوول شوی چې په کې ۱۰۷ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په پاکستان کې بیا ۹۳، افغانستان کې ۸۱ او په سومالیا کې ۷۸ خبریالان وژل شوي چې په ترتیب سره په پنځم، شپږم او اووم مقامونو کې راځي.

په رپوټ کې ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ «تر ډيره برېده په سورېه کې د جګړې په دلیل تر ټولو تیاره» کلونه ښودل شوي دي. په ۲۰۱۲م کال کې د خبریالانو ۱۴۴ قتلونو او په ۲۰۱۳ کې ۱۴۲ قتلونه ثبت شوي دي. د رپوټ په حواله د خبریالانو د وژنې دغه لوړ شمیر په تدريجې توګه ښکته شو او له ۲۰۱۹ کال وروسته بیا په تاریخي توګه د وژل شويو خبریالانو شمیر ډیر راولوید.

په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک

خو په ۲۰۲۲م کې د خبریالانو د وژل کېدو ارقام په اوکراین کې د جګړې له کبله يو ځل بيا لوړ شول. په روان مېلادي کال کې تر دا مهاله ۵۸ خبریالان د کار په جریان کې وژل شوي په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱م کال کې دغه شمیر ۵۱ وو.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ځلې رسیدو راهیسې، پر رسنیو او خبریالانو باندې سخت بندیزونه وضع او ډیر شمیر خبریالان خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي انځور: Media office of Afghanistan High Council for National Reconciliation

په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسېې د پوځي يرغل راهيسې په اوکراین کې ۸ خبریالان وژل شوي، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې په تېرو ۱۹ کلونو کې ټول ټال ۱۲ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. 

سږ کال ۶۷ رسنيز کارکوونکي ووژل شول

اوس مهال اوکراین د اروپا په سطحه تر روسېې وروسته د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هیواد دی. په روسيه کې د تېرو شلو کلونو په جریان کې ۲۵ خبریالان وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د سازمان  په حواله په روسیه کې واک ته د ولسمشر ولادیمیر پوتین له رسیدو راهیسې، په دغه هیواد کې د مطبوعاتو آزادي په سیستماتیک ډول تر حملو لاندې راغلي چې وژنې هم په کې راځي.

د اروپا په نورو برخو کې بيا ترکېه د خبریالانو له پاره دریم تر ټولو خطرناک هیواد ښودل شوی. فرانسه په ۲۰۱۵م کال کې په پاریس کې د شارلي ابدو پر رسنۍ د برید له کبله په څلورم ځای کې قرار لري.

د رسنیو آزادۍ ته گواښ؛ ډېري خبريالاني زنداني کيږي

له بلې خوا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ځلې رسیدو راهیسې، پر رسنیو او خبریالانو باندې سخت بندیزونه وضع شوي دي. ډیر شمیر خبریالان د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي. ډیر شمیر رسنیو بیا یا خپل فعالیتونه په بشپړ ډول درولي او یا یې هم ډیر محدود کړي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي دي چې خبریالان یوازې په هغو هیوادونو کې چې په کې جګړه روانه ده نه دي وژل شوي، بلکې د رسنیو کارکوونکو په داسې هیوادونو کې هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې جګړه په کې نه شته: «په واقعيت کې د تېرو دوو لسیزو په جریان کې له جنګي سيمو څخه په امنو سیمو کې ډير ژورنالیستان وژل شوي دي. په ډیرو پېښو کې ځکه خبریالان وژل شوي چې د سازمان ورکړل شویو جرمونو او فساد په اړه یې څیړنې کولې.»

په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي

د خبریالانو څه نا څه نیمايي وژنې د امریکا په لویه وچه یا قاره کې رامنځ ته شوې دي چې تر ټولو ډيرې پېښې په مکسیکو، برازیل، کولمبیا او هیندوراس کې دي.

 mks/akh/(AFP)

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل