1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۷۰۰ افغانانو پولند کې پناه غوښتې

۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبه

د تېرو ۱۲ مياشتو په جریان کې په ټوله کې ۱۲۰۰۰ کسانو په پولند کې د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي دي. د دغو پناه غوښتونکو په ډله کې ۱۷۰۰ افغانان دي.

Belarus | Afghanische Flüchtlinge an der Grenze zu Polen
انځور: Viktor Tolochko/Sputnik/dpa/picture alliance

د پولند د مهاجرت ادارې ویاند د چهارشنبې په ورځ د (پي اې پي) خبري آژانس ته وويل چې په دغو پناه غوښتونکو کې تر ټولو ډير شمير ېې د بېلاروس یا سپېنې روسېې اتباع تشکیلوي چې شمېر ېې ۳۴۰۰ ته کسانو ته رسيږي.

همدارنګه د هغو افرادو په ډله کې چې پولند کې ېې د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي، ۱۹۰۰ عراقيان، ۱۷۰۰ افغانان او ۱۶۰۰ روسي اتباع هم شامل دي.

اروپايي ټولنې ته تر بل هر وخت ډېر مهاجر راغلي دي

د موجودو معلوماتو پر اساس، د پولند د مهاجرت ادارې تر اوسه پورې د پناه غوښتنې ۸۷۰۰ درخواستونه څېړلي دي. په دې منځ کې شاخوا ۴۰۰۰ مهاجرو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي چې په دوی کې اکثره ېې د سپينې روسېې او عراق دي.

د تېر کال دوبې په وروستيو او مني کې د پولند او سپينې روسيې تر منځ سرحد کې وضعیت بحراني شوی وو. هغه وخت له بحراني سېمو څخه په زرونو کسانو هڅه وکړه چې له دغه سرحده په غیرقانوني توګه اروپايي اتحادېې ته داخل شي.

«په جرمني کي د مهاجرو سیاست باید له سره ارزيابي سي»

اروپايي اتحاديه په دې برخه کې د سپېنې روسې حاکم، الکساندر لوکاشينکو باندې تور لګوي چې پر غرب د فشار واردولو په مقصد ېې له بحران ځپلو سیمو څخه مهاجر په لوی لاس د اروپايي اتحادېې بهرنیو سرحدونو ته راوستلي دي.

په آژه سمندرګي کې د افغانانو په ګدون مهاجر ژغورل شوي

پولند له دې نه علاوه په اوکراین کې د جګړې له پيل راهېسې هم له خپل دغه ګاونډي هیواد څخه په لوړ شمېر کې مهاجر منلي دي.

د رسمې ارقامو له مخې، په حاضر وخت کې۱ اعشاريه ۳  ميلیونه اوکرايني مهاجر په پولند کې ژوند کوي. خو دوی د جنګي مهاجرو په توګه په یو خاص وضعیت کې قرار لري چې اړ نه دي د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل