په جاپان کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه ځنډیدلي دي
۱۴۰۴ دی ۵, جمعه
په جاپان کې د افغانستان سفارت د جمعې (د دسمبر میاشتې ۲۶ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې خپل فعالیتونه ځنډوي. په جاپان کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر شیدا محمد ابدالي په دې هکله په خپل ایکس پاڼه کې یوه اعلامیه خپره کړې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي دي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د موجوده شرایطو په پام کې نیولو سره، د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له خوا له پيل شوو سلا مشورو وروسته چې دواړو خواو پرې موافقه کړې ده، د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ له ۳۱ نیټې وروسته، د خپلو فعالیتونو د ځنډولو اعلان کوي.»
په دې اعلامیه کې راغلي دي چې د جاپان حکومت به د اړونده کنوانسیون په اساس، د سفارت مصئونیت، ملکیت او آرشیف ساتنه کوي.
اړونده مطالب: د بن قونسلګرۍ مشرتابه او کارکوونکو استعفی ورکړې
په دې اعلامیه کې راغلي دي چې که د افغانستان اتباع بیړنۍ اړتیا ولري، د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ له ۳۱ نیټې څخه مخکې دې د سفارت قونسلګرۍ څانګې ته مراجعه وکړي.
په ۲۰۲۱م کال کې یو وار بیا د طالبانو واک ته رسیدو څخه د څلورو کلونو په تیریدو سربیره، یوازې روسیې د طالبانو حاکمیت په رسمیت پيژندلی دی. خو په دې موده کې د طالبانو ادارې د سیمې په هیوادونو کې د ډیر شمیر سفارتونو او قونسلګریو کنترول په خپل لاس کې نیولی دی.
چین او متحده عربي اماراتو په رسمي ډول د طالبانو سفیران منلي دي.
د طالبانو ادارې دیپلوماتان د پاکستان، ایران او روسیې په هیوادونو کې فعاله دي. په المان کې هم په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې د دغه هیواد قونسلګري د طالبانو په اختیار کې ده.
ډیر شمیر حکومتونو په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو په ګډون لویدیځو هیوادونو د افغانستان د نړیوالو ژمنو مراعاتول په خاص ډول د ښځو حقونه، د طالبانو ادارې په رسمیت پيژندلو په مسیر کې د هر ډول پرمختګ له پاره مخ شرط ټاکلی دی.