1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کې له يوه روغتونه ۶۰۰۰ ماسکونه غلا شوي

۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبه

دا چې په يوه هېواد کې غله څه غلا کوي د يوې سيمې پر وضعيت او واقعاتو سربیره پر دې هم انحصار لري چې هلته د کوم شي کمښت دی. د جاپان له يوه روغتون څخه نامعلومو کسانو د جراحۍ شپږ زره ماسکونه غلا کړي دي.

Mundschutz
انځور: picture-alliance/imagebroker

د فرانسې خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ  د رسېدلو معلوماتو په حواله د يو شمیر نورو هېوادونو په څېر په جاپان کې هم د کرونا ويروس څخه د ساتنې په موخه کاريدونکي د خولې او پزې ماسکونه ‌‌ډېر کميابه شوي دي.

د جاپان په ختیځ ساحلي ښار کوبې کې د هېواد د سره صليب په يوه روغتون کې د غلا پر وخت نامعلومو کسانو په څلورو قوطيو کې بند  شپږ زره ماسکونه غلا کړي دي. د جاپان د سره صليب کميټې او د کوبې ښار پوليسو د دې پېښې د تائيدولو پر وخت وويل چې په جاپان کې دمگړۍ نه يوازې دغه ډول ماسکونه ډېر کم شوي دي بلکې د انترنت له لارې یې د تقاضا د ډېریدو له وجې بیې هم ډېرې لوړې شوي دي. 

د پېښې وروسته د کوبې د دې روغتون يوه کارکوونکي وويل: «دا ډېره د تاسف خبره ده او د غلا يوه داسې پېښه ده چې بايد ډېره وغندله شي. خو ښه خبره داده چې موږ په خپل گدام کې ډېر زيات دغه ډول ماسکونه لرو او د مریضانو جراحي عمليات به په نورمال ډول دوام ولري.»

په جاپان کې تر اوسه د کرونا ويروس ډېر مريضان تشخيص شوي دي او جاپان هغه يو هېواد دی چې تر چين وروسته د کرونا ويروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي. دغه وژونکی ويروس د چين د هوبي ایالت له ووهان ښار څخه خپور شوی دی.

په جاپان کې د جراحۍ ماسکونه ډېر کميابه دي او دومره گران شوي دي چې د پير او پلور د يوه عمومي اپليکشن تنظيمونکو دوی سره ثبت شويو خلکو ته مشوره ورکړې چې پر يو بل دغه ډول ماسکونه لږ تر لږه «په مناسبو قيمتونو» خرڅ او راونيسي.

د «ميرکاري» په نامه ايپ خپلو مشتريانو ته دغه مشوره د مجبورۍ له مخې په دې وجه ورکړې چې يو وخت د آنلايني تجارت پر دغه پاڼه د دغه ډول ماسکونو يوه قوطۍ چې ۶۵ ماسکونه پکې ول، په ۵۰ زره ين چې کابو ۴۵۶ امريکايي ډالر کيږي، پلورل کیدله.

bs/qn (AP)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب