لکه څنگه چې پولیسو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د ډسمبر ۹) خبر ورکړ، په مړه سوو کسانو کې د یوې مېندوارې ښځې په گدون ۱۵ ښځې شاملې دي. پولیسو د څرگندونو له مخې، دغه اورلگیدنه ښايي په زیرخانه کې د یوه ډرون د بیټرۍ د چاودنې له امله رامنځته سوې وي چې وروسته دغه اورلگیدنه د ودانۍ نورو پوړونو ته هم پراخه سوې ده. دغه اوه پوړیزه ودانۍ د زراعت له پاره د ډرونونو د یوه جوړونکې له خوا کاریدله.
اړونده موضوع: د هندوستان په یو مشهور نایټ کلب کې اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي
د جاکارتا د پولیسو مشر، سوساتیو پورنومو کوندرو وویل چې په ډیریو قربانیانو کې د سوځیدو ټپونه نه دي لیدل سوي او تر ډیره ځایه امکان لري چې هغوی د لوگي له امله ژوند له لاسه ورکړی وي. یوه عیني شاهد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې، دغه اورلگیدنه د غرمې پرمهال رامنځته سوه او کله چې اطفائیه راورسیدله، نو اور ډېر خپور شوی وو او لمبې یې ډیرې پورته سوې وې. د هغه په حواله لږترلږه ۱۰۰ ځواکونه او ۲۹ نقلیه وسایل د پیښې په ځای کې حاضر وو.
د یونان په ځنګلونو کې د پراخې اورلګېدنې د مهارولو له پاره هڅې دوام لري
د یونان په رودوس، کورفو او ایوبویا جزایرو په ځنګلونو کې اورلګېدنې دوام لري. د اطفایې ځواکونه د ځمکې او هوا له لاري هڅه کوي دا اورلګېدنه مهار کړي. شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په رضاکارانه ډول د یادو ځواکونو ملاتړ ته ورغلي دي. انځور: Nicolas Economou/REUTERS د یونان په ځنګلونو کې پراخې اورلګېدنې د مدیترانې سیندونو په شاوخوا کې د څو پرتو هېوادونو په ځنګلونو کې شدیدي ګرمۍ وژونکې اورلګېدنې رامنځته شوې دي. د یونان په ځنګلونو کې له یوې اونۍ راهیسې اورلګېدنې پیل شوي دي.
انځور: Nicolas Economou/REUTERS د یونان د اطفایې ویاند ویلي دي چې دا تر ټولو شدیده اورلګېدنه ده چې موږ ورسره مخ یوو.
انځور: Argiris Mantikos/Xinhua/IMAGO د یونان په رودوس ځنګلونو کې اورلګېدنې دوام لري. د رودوس د ښاروالۍ مرستیال ویلي دي چې غلیظ لوګي تنفوس ستونزمن کړی دی.
انځور: Aristidis Vafeiadakis//ZUMAPRESS.com/picture alliance له رومانیا، بلغاریا، پولند، سلواکیا او مالتا څخه د اطفایې سلګونه ځواکونه د یونان د اطفایې ځواکونو مرستې له پاره روان شوي دي.
انځور: Aristidis Vafeiadakis//ZUMAPRESS.com/picture alliance فرانسه، ایټالیا، ترکیه، قبرس، اسرائيل او اردن هم د اطفایې اړوند هليکوپټرې او الوتکې د اورلګېدنې سیمې ته لېږلي دي.
انځور: Spyros Bakalis/AFP د ملګرو ملتونو د طبیعت ټولنې نړیوال صندوق د معلوماتو له مخې تر ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه په یونان کې سوځېدلې.
انځور: Argiris Mantikos/Eurokinissi/REUTERS د یونان په رودوس جزیره کې د پراخې اورلګېدنې له امله په وروستۍ اونۍ کې ۳۰ زره کسان امنو سیمو ته انتقال شوي دي.
انځور: Sofia Kleftaki/DW په ګنادي او لیندوس سیمو کې سلګونه داوطلبه مرسته کوونکي راغلي دي. د دغو کسانو له ډلې یو تن په هغه سیمه کې چې اورلګېدنه رامنځته شوې ده په اوښکنو سترګو سیمه ایز خبریال ته ویلي چې: «که زه مجبوره شم دلته به مړ شم. زه له دې جزیرې سره مینه لرم.»
انځور: Lefteris Diamandis/REUTERS ساحلي ساتونکو اعلان کړی دی چې د لیندوس له جنوبي سواحلو تر دوه زره ډېر کسان د کښتیو له طریقه نورو سواحلو ته انتقال کړي دي.
انځور: Lefteris Diamandis/REUTERS د یونان په رودوس جزیره کې زرګونه سیلانیان او د سیمې اوسېدونکي ورزشي سالونونو، د ښوونځي ودانیو، د کنفراسنونو مراکزو او نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.
انځور: Argyris Mantikos/Eurokinissi/AP/picture alliance د یونان د مدني ساتنې اداره په تېرو ۱۲ ورځو کې د ۵۰۰ اورلګېدنې مواردو خبر ورکوي.
انځور: Julia Dzhyzhevska via REUTERS د یونان د مدني ساتنې ادارې ویلي دي چې د دې اونۍ په چهارشنبه کې هوا ډېره ګرمه وه او د ۴۶ درجې وړاندوينه شوې وه.
انځور: Spyros Bakalis/AFP له کورفو سیاحتي جزیرې څخه هم زرګونه کسان انتقال شوي دي. د یونان لومړی وزیر دا وضعیت اقلیمي بدلون بللی دی. د ګرځندویي په موسم کې شدیده ګرمي او په ځنګلونو کې اورلګېدنه سیلانیان او یونان له ستونزو سره مخ کړي دي.
انځور: Maxar Technologies/AFP د الجزایر په ځنګلونو کې اورلګېدنه د الجزایر په ګډون په ځینو هېوادونو کې هم د ځنګلونو ځینې برخې سوځېدلي دي. د الجزایر په ځنګلونو کې د قربانیانو شمېر ۳۴ کسانو ته رسیدلی دی. شاوخوا ۸ زره مرسته کوونکي د اور د مهارولو هڅه کوي. د الجزایر په ختیځه برخه کې د دوشنبه په ورځ اورلګېدنه رامنځته شوه. نېږدې ۱۵۰۰ کسان له کلیو او بانډو څخه امنو ځایونو ته انتقال شوي دي.
انځور: RAMZI BOUDINA/REUTERS
لکه څنگه چې د پولیسو مشر، سوساتیو د خپلو خبرو په دوام وویل، د ودانۍ د تخلیه کیدو پر وخت یو پولیس زخمي سو. هغه زیاته کړه، کله چې ودانۍ سړه سوه نو یو ځل بیا وپلټل سول. ددې کار له پاره ژغورونکې عملې له سترو بادپکو څخه کار واخیست.
سوساتیو اعلان وکړ چې اوس به نو "د تجارت د خاوند او ودانۍ د مالک په گډون له ټولو شاهدانو څخه پوښتنې گرویږنې وسي." دا باید واضح سي چې آیا دغه اورلگیدنه د بې پرواهۍ یا غفلت له امله رامنځته سوې او که " نورې مسؤلې خواوې" پکښي دخیلي دي.