1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

په جده کې د امريکا قونسلګرۍ مخې ته ډزو کې دوه کسان وژل شوي

۱۴۰۲ تیر ۸, پنجشنبه

د سعودي عربستان په جده ښار کې د امريکا قونسلګرۍ مخې ته په ډزو کې دوه کسان وژل شوي دي. دا لومړی ځل نه دی چې دغه ودانۍ د يوه بريد هدف ګرځي.

په جده ښار کې د امريکا د قونسلګرۍ مخې ته ډزې شوي
په جده ښار کې د امريکا د قونسلګرۍ مخې ته ډزې شويانځور: AFP

د سعودي عربستان په بندري ښار جده کې د امريکا متحده ایالاتو د قونسلګرۍ ودانۍ مخې ته په دې فایرونو کې يو امنيتي ساتونکی او يو بريد ګر وژل شوی دی.

د «اس پي ای» دولتي خبري آژانس د رپوټ په حواله يو سړی د قونسلګرۍ ودانۍ ته څیرمه، ماشینداره په لاس له موټره تر راکښته کيدو وروسته له پوليسو سره د فايرونو د تبادلې په نتیجه کې ووژل شو.

اړونده موضوع: سعودي: «پر مکه معظمه د برید مخه ونيول شوه»

په دې پېښه کې وژل شوی دويم کس د قونسلګري خصوصي امنيتي ساتونکی دی چې د نيپال هېواد وګړی دی. هغه په ډزو تر ټپي کيدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې منځ کې ويلي دي چې د قونسلګرۍ ودانۍ تړل شوې ده. زياته شوې ده چې په پېښه کې امريکايي اتباعو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وزارت د نيپالي امنيتي ساتونکي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په جده کې د امريکا د قونسلګرۍ ودانۍ تر ډزو سملاسي وروستهانځور: AFP/Getty Images

د دې پېښې پس منظر تر اوسه روښانه نه دی خو امريکايي چارواکو ويلي دي چې د پلټنو په تړاو د سعودي له حکومت سره په تماس کې دي.

په جده کې پر قونسلګرۍ بريدونه

په ۲۰۱۶م کال کې هم په جده کې ورته پېښه رامنځته شوه. هغه وخت هم د جولای د ۴مې نيټې يعني د امريکا د خپلواکۍ د ورځې لږ تر مخه ورته څه پيښ شوي ول: يوه ځانمرګي بريدګر په ځان پورې تړلي مواد وچول چې په نتیجه کې یې دوه ساتونکي سرسري ژوبل شول.

اړونده موضوع: څو بريدونو سعودي ولړزاوه

په ۲۰۰۴م کال کې بيا په يوه بريد کې په ټولیزه توګه دولس کسان ووژل شول. د القاعدې ترهګرې شبکې سره اړيکې درلودونکي بريدګر چې په بمونو او نورو وسلو سمبال ول، د امريکا دې نمايندګۍ ته داخل شول او د قونسلګرۍ پنځه کارکوونکي او څلور امنيتي ساتونکي یې ووژل.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

په دې ترڅ کې امنيتي ځواکونو د ودانۍ د تصفيه کولو پر مهال درې بريد کوونکي ووژل او دوه یې ژوندي ونيول.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa, rtr)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب