1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

په جرمني کي د اوکرایني مهاجرو یو کمپ ته اور اچول سوی

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

د جرمني د میکلنبورګ- فورپومرن ایالت کي تیره شپه د اوکرایني مهاجرو یو کمپ اور اخیستی او تخریب سوی دی.

Deutschland | Ukraine-Konflikt - Ankunft Geflüchtete in Köln
انځور: Henning Kaiser/dpa/picture alliance

د جرمني د میکلنبورګ- فورپومرن ایالت کي تیره شپه د اوکرایني مهاجرو یو کمپ اور اخیستی او تخریب سوی دی. د دغه ایالت یوه ویاند وویل چي د کمپ ۱۴ اوسیدونکي ډاډمنو ځایونو ته انتقال سوي او جوړ دي. په خبره یې نژدې بلي ودانۍ ته یې د اور د انتقالیدو مخنیوی هم کړی دی.

په همدې حال کي بیا پولیس ګومان کوي چي کمپ ته په قصدي ډول سره اور اچول سوی دی. ځکه د اوراخیستني ترمخه لا پولیسو د کمپ څخه په دې خاطر لیدنه کړې وه چي په دروازه کي یې د خارجیانو ضد شعارونه لیکل سوي وه.  
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب