زموږ له ارشيف څخه:
جرمنيان څرنگه له مهاجرو سره مرسته کوي؟
په جرمني کي تقریباً هره ورځ د پناه غوښتونکو سرپناوي سوځي. خو د دغه تیاره اړخ تر څنگ المان روښانه او ښه اړخ هم لري. په زرونو انسانان او ټولني یې له کډوالو او مهاجرو سره مرستي کوي. په دې انځوريز راپور کي یو څو بېلگې.
په یوتیوب او فېس بوک کي داوطلبه مرستندویان د دې غوښتنه کوي، چي له مهاجرو سره مرسته وسي. څوک چي کومک کوي، د هغه مطابق عکسونه لیږي. له ښې اشپزي سارا وینر څخه هم غوښتل سوي دي چي مرسته وکړي. هغې په برلین کي ۱۵۰ مهاجرو ته ښوروا، وچه ډوډی او خواړه برابر کړي دي.
د پوتسدام له ریل گاډي لوبډلي څخه هېنینگ ایش د ویلکم یونایتید ۰۳ لوبغاړو هرکلی کوي.دا د جرمني لومړی يوازي د مهاجرو فوټبال ټیم دی .هغوی د پوتسدام له ریل گاډي لوبډلي سره په لومړي لیگ کي لوبه وکړه او درې پر دوه یې وگټله. هغوی ته د دغي سيالۍ زمینه د SV بابلس بېرگ سیمه ایز لیگ برابره کړه.
کارل لنډهییر د بایرن ایالت په تانن هوسن کي پناه غوښتونکو ښځو ته افتخاري الماني درس ورکوي. دښونځي دغه متقاعد مدیر له خپلو همکارانو سره په گډه مهاجرو ته په الماني ژبه یو کتاب هم تهیه کړی دی. د لنډهییر په خبره دغه کتاب د نوو راغلو مهاجر له پاره ډیر ښه لارښود دی. کتاب ورځني ژوند ته ځانگړی سوی دی او ډیر عملي ضروري مسایل بیانوي.
کډوال او مرستندویان د مهاجرو د ښه راغلاست په یوه مېله کي نڅا کوي. د هایده ناو ۶۰۰ پناه غوښتونکي چي په یوه پخوانۍ مغازه کي ځای پر ځای سوي دي، پر شاوخوا یې اغزن دېوال راگرزیدلی دی. له دې مخکی هغوی جرأت نه کاوه چي له دغي سرپناه څخه ووزي. د ښی اړخو افراطیونو له بیري چي هلته یې ډیري ورځي اله گوله جوړه کړې وه. دغه میله د«دریسدن له نازیانو پاک اتحاد» له خوا تنظیم سوې ول.
توبیاس فلایتر د ټوگو د یوه مهاجر بایسکل ته هوا ورکوي. د بې سرحده بایسکلانو- Bikes without Borders پروژې په لومړي سر کي په پنځو بایسکلانو او دوو داوطلبه مرستندویانو باندي شروع وکړه. خو د هغوی داوطلبان اوس ۱۵ کسانو ته رسیدلي دي. هغوی په دې منځ کي تر ۲۰۰ زیات بایسکلان ترمیم کړي. دغه سازمان مهاجرو ته بایسکلان د مؤقت وخت له پاره وړیا هم ورکوي.
د برلین د مهاجرو په لیلیه کي ټوله ځایونه ډک دي. لږ وخت مخکي درې نوري مؤقتي سرپناوي هم جوړي سوې. یوه د برلین تېسکه په نوم تش ولاړ مکتب کي جوړه سوه چي تر ۲۰۰ انسانانو پوري پکښی ځاییږي. هغه چي اصلاً د توماس ټولنیزي خدماتي شبکې د کارکونکو له خوا جوړه سوې ده چي پکښي ډیرو داوطلبانو هم برخه اخیستې ده.
د الماني پوځ عسکر په خپلو کښتیو کي په مدیترانه کي ژغورل سوي مهاجر راولي. د ۲۰۱۵ م کال د می میاشتي له پیل راهيسي دالماني کښتیو عملې څه ناڅه ۷۵۰۰ انسانان له ډوبېدو ژغورلي دي. د هغوی په منځ کي یوه ۳۳ کلنه حمله داره ښځه رحمه علي ده. دغه ځوانه ښځه د سومالیا د پلازمیني موگادیشو څخه راځي او پنځه میاشتي یوازي په تیښته کي ول.
ژغورل سوی مهاجر
دغه کوچنۍ نجلۍ چي صوفیه نومیږي، درې کیلو وزن لري. دا لومړی کوچنی دی چي د المان پوځ په کښتی- فریگاټه کي زیږي. د هغه سومالیايي مور رحمه علی له پاره دا یو ښه بخت وو، چي تر طبي پالني لاندي یې کوچنی دنیا ته راغی. یوه عسکر د نجلی تر زیږیدو وروسته وویل چي «تر همدغسی یو شیبې وروسته سړی احساس کوي چي یو ښه او معنی داره عمل یې تر سره کړی دی.»
مهاجرو ته د اورگاډو په تمځايونو کي ټول مقررات ور ښوول کيږي: چيري ودريږي، څرنگه ټکټ واخلي او چيري پورته سي.
آلمان ته راغلو مهاجرو ته لامبو هم ور زده کيږي. په دغه هيواد کي تقريباً هر وگړی لامبو کولای سي.
په آزاده فضا کي له مهاجرو سره سهار ناری دوی ته دا انځور ورکوي چي آلمانان خپلو مېلمنو ته څومره خوشحاله دي.