1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په جرمني کي د کرونا نوي تدابیر نافذ سول

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

د جرمني فدرالي شورا په راتلونکي مني او ژمي فصلونو کي د دغه هیواد د ولسي جرګې(بوندسټاګ) له اړخه د کرونا نوي تصویب سوي مقرراتو ته مثبته رایه ورکړې ده.

Berlin PK Lauterbach und Buschmann zu Coronabeschlüssen des Kabinetts
انځور: Christian Ditsch/epd

د دغو مقرراتو په مهمو تدابیرو کي، کوم چي د راتلونکي اکتوبر میاشتي له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۳م کال د اپریل تر اومي پوري دوام پیدا کوي، په ریلونو، کلینیکونو او کتنځایونو کي د ماسکونو د اغوستلو مکلفیت شامل دی. هر ایالت بیا اختیار لري چي په رستورانتونو او یا نورو سرپټو ځایونو کي هم د ماسک اغوستل جبري کړي. خو په الوتکو کي به بیا دغه مکلفیت نه وي موجود. کرونايي محدودیتونه به رامنځته نسي او همدارنګه به شرکتونه، مغازې او یا مکتبونه هم ونه تړل سي.  
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل