1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتآلمان

په جرمني کي د ۴۹ یورو ټکت غوښتنه

۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

د جرمني د ترانسپورټ وزیر، فولکر ویزینګ په بسونو او ریلونو کي د ۴۹ یورو ټکت سره د عاجل او نهايي تفاهم غوښتونکی دی.

Deutschland | Demonstration für eine Nachfolge zum 9-Euro-Ticket
انځور: Jörg Carstensen/dpa/picture alliance

د لیبرال ډیموکراټانو د حزب دغه سیاستمداره دغه خبره تیره چهارشنبه(د اکتوبر میاشتي ۱۹) د حکومت په نمایندګۍ په پارلمان کي وکړه او اضافه یې کړه: «موږ باید د تیر دوبي د تحرک څخه کار واخلو». 

په خبره یې خوشاله دی چي مرکز او ایالتونو فیصله کړې ده چي د امکان تر حده پوري ژر د نهه یورويي ټکت عوضي رامنځته سي. فولکر ویزینګ وايي: د هغه د کامیابۍ راز په دې کي ؤ چي« یوواري ټکت رانیسه او بیا نو سفرونه کوه. بې له دې چي پر بیي او د رانیولو پر مغلق او رنګارنګ سیسټم باندي یې فکر وسي. دا هغه څه دي چي د ټکټ تر بیي لا هم سړی اقناع کوي».   
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب