1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په جرمني کی غلا سوی لوکس موټر په اتریش کي پیدا سو

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

یو د جرمني څخه غلا سوئ لامبورجیني سپورټي لوکس موټر په اتریش کي پیدا سو. ویل کیږي چي د اتریش پولیس په تصادفي ډول د هغه سره مخامخ سوي دي. د دغه موټر ارزښت تقریبأ ۱۸۰۰۰۰ یورو دی.

Symbolbild: Grenzkontrolle
انځور: imago/J. Gruber

د اتریش پولیس پرون جمعه (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) د یوې بلي قضیې د پلټني په خاطر د موټرو یوه ورکشاف ته ورغلي وه، چي د دغه لوکس سپورټي موټر سره مخامخ سول. پولیسو اوس دغه لامبورجیني موټر د ځان سره بیولی دی.

لکه څنګه چي د جرمني پولیسو نن شنبه (د اپریل میاشتي ۲۵ مه) تایید کړه، دغه موټر د ۲۰۱۹ م کال په سپټمبر کي د هیسن ایالت د شریکن باخ ناحیې د یوه کور د ګاراج څخه غلا سوی ؤ.

د اتریش پولیسو همدارانګه ویلي دي، چي غلا سوي موټر اصلأ تور رنګ درلود او اوس تازه هغه ته تیز زرغون رنګ ورکول سوی ؤ. خو دوی اطمینان لري چي دا به همهغه په جرمني کي غلأ سوی موټر وي. وروستۍ پلټني به دا خبره په اثبات ورسوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب