1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کې د یوه مسلمان مړی په ناپامۍ سوځول شوی

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

د یوه مسلمان مړی وروسته له هغې وسوځول شو چې د هانوور په عدلیې طب کې د دوه کسانو جسدونه ګډوډ شول. مسلمانې کورنۍ ته هغه مهال د دې تیروتنې معلومات وشو چې د دوی د خپل مړي خښولو ته چمتووالی نیوه.

Deutschland, Dresden | Polizeieinsatz an der Altmarkgalerie
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Matthias Rietschel/REUTERS

د روانې میاشتې په پیل کې د هانوور په عدلیي طب کې د  دوه جسدونو له بدلیدو  وروسته د یوه مسلمان جسد وسوځول شو.

د مسلمان کس کورنۍ ډېره غمجنه ده، ځکه په اسلام کې د جسد سوځول اجازه نه لري.

د دې طبي مرکز ویاند د جمعې په ورځ وویل چې «د هانوور عدلیې طب په جسدونو کې د تېروتنې له امله خفه دي او موږ د دې جسد له خپلوانو سره خواخوږي لرو».

د آلمانۍ ورځپاڼې «هانوفرشه الگماینه څایتونگ» د رپوټ له مخې د روان کال د ډسمبر په ۱۶ نیټه د یوه ۷۱ کلن سړي د جسد له سوځولو وروسته چې د ترکیې تبعه و، د هانوور پولیسو ته خبر ورکړل شو.

 د دغه مسلمان جسد د هانوور ښار د یوه ۸۱ کلن سړي له جسد سره بدل شوی چې ټاکل شوې وه وسځول شي.

د بدل شوي سړي د جسد ایره تیره دوشنبه خښه کړل شوه.

د آلمان په کولن ښار کې په لومړي ځل اذان اورول کيږي

دا تېروتنه هغه مهال رابرسېره شوه چې د وژل شوي ۷۱ کلن مسلمان د کورنۍ غړو د جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی نیوه.

وروسته له هغه چې د سوځل شوي مسلمان سړي کورنۍ په دې تېروتنه پوه شوه، پولیسو ته یې زنګ وواهه.

د پولیسو یوه ویاند تایید کړه چې « دوی د دواړو جسدونو د کورنیو له غړو سره خبرې کوي».

پولیسو ویلي دي چې «کومه جنایي څیړنه نه ده پلان شوې ځکه هیڅ داسې نښې نښانې نشته چې دا دې قصدي عمل وي.»

آ./ز.ن./ا.ا.

 

 

 

 

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل