1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کې چاودنې د نازیانو ولسوال وژلی

دویچه ویله۱۳۹۲ اسفند ۱۷, شنبه

دننګرهار په مرکز جلال آباد کې د پوهنتون روغتون ته څیرمه چاودنه شوې. امنیتي چارواکي وايي چې چاودنه د نښلیدونکي ماین په واسطه رامنځ ته شوې ده چې د ننګرهار د نازیانو د ولسوال موټر یې الوزولی دی.

انځور: DW

د نازیانو ولسوالۍ د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په دې چاودنه کې ولسوال نور اغا کامران، وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان دي.

له بلې خوا د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند احمد ضیا عبدالزی، وايي چې په چاودنه کې ولسوال وژل شوی، دوه تنه پولیس او درې ولسي وګړي هم ټپیان دی.

لا تر اوسه پورې د پیښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخستی. په جلال آباد ښار کې وخت نا وخت امنیتي پېښې رامنځ ته کیږي. تر دې مخکې د ننگرهار ولایت مقام مخې ته د ښار په پښتونستان واټ کې د لعل پورې ولسوال هم په یوه چاودنه کې وژل شوی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب