1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په جلال آباد کې یوې چاودنې لس تنه وژلي

۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له کبله لس تنه ووژل شول او ۲۷ تنه نور ټپیان شول. چاودنه پر هغه موټر شوې چې په کې پوځ ته نوي جذب شوي کسان سپاره ول.

Explosion in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/S. Safi

د دوشنبې په ورځ مازیګر شاوخوا څلور نیمې بجې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سپینې ماڼۍ، سره نزدې د ملي اردو د جلب او جذب یوه کاسټر ډوله موټر ته څېرمه چاودنه شوې. چاودیدونکي مواد په زرنج ډوله موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی، ویلي دي چې په دغې پېښې کې د یو ماشوم په ګډون، لس ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپيان دي. خوږیاڼي ویلي: «بم په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی وو. په خواشینۍ سره د یوه ماشوم په ګډون لس تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان دي.»

د والي د ویاند په خبره د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته لیږل شوي چې د یو شمیر ټپیانو حالات هم نازک ښودل شوی دی. چاودنه هغه وخت وشوه چې د جلب او جذب موټر له دغې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو. ویل شوي دي چې د چاودنې هدف همدغه کاستر موتر وو.

په سیمه کې یوه عیني شاهد وویل، کله چې د ملي اردو د جلب او جذب کاستر موټر سپینې ماڼۍ سره نزدې تېرېده نو د یوه زرنج موټر سایکل په واسطه پرې چاودنه وشوه. هغه زیاته کړې چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې ګڼ شمیر جسدونه او ټپیان پراته وو. تر اوسه پورې کومې ډلې د پیښې پړه نه ده منلې.

امید دیدار/ ننګرهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل