1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي کوريا کي د شمالي کوريا په اړه د اوباما ستراتيژي

۱۳۸۸ آبان ۲۸, پنجشنبه

په سيول کي دجنوبي کوریا له جمهوررييس لي ميونګ بک سره د اوباما خبري په ډيري آرامه فضا کي وشوي...

«دشمالي کوريا د توغنديو د آزمويلو پروګرام يوه عمومي اونړيواله ګواښونه ده.»
«دشمالي کوريا د توغنديو د آزمويلو پروګرام يوه عمومي اونړيواله ګواښونه ده.»انځور: AP

دا اسيايي هيوادونو ته د اوباما د سفر وروستي تم ځاي وو. البته چي په سييول کي د اوباما د خبرو موضوع ډيره پيچلي وه ولي چي د شمالي کوريا اټومي لمسونونه د امريکا متحده ايالتونه او جنوبي کوريا په يوه اندازه نا آرامه کوي .اوباما پدي هکله څرګنده کړيده :

«دشمالي کوريا د توغنديو د آزمويلو پروګرام يوه عمومي اونړيواله ګواښونه ده. او دی د شمالي کوريا دتوغنديو وروستي آزمويل سم په ياد لري.» د امريکا متحده ايالتونو لدي امله حتي تيرکال د توغنديو په وړاندي ددفاع يوه دستګاه په هاوايي کي ودروله. ځکه چي دوي د امريکا په خاوري باندي د کيم يونګ ايل لخوا مخامخ بريد کول ناممکنه نه بلل.

اوباما اسيا ته دخپل اته ورځني سفرپه پيل کي ويلي وو چي چي دامريکا متحده ايالتونه د شمالي کورياله ګواښونوڅخه نه ډاريږي.اوزياته کړي يي وه چي ددي سفرپه اخرکي به په جنوبي کوريا کي د شمالي کوريا په وړاندي خپله ستراتيژي معرفي کړي.

اوباما څرګنده کړيده چي دي غواړي دشمالي کوريا په لوري په يوي نوي لاره باندي لاړ شي. چي هغه به دشمالي کوریا اودآمريکا دمتحده ايالتونو ترمنځ دمخامخو خبرو اترو لاره وي.که څه هم دکيم يونګ ايل له حکومت سره دمخامخي ديپلوماسۍد اړوند نيولو اصطلاح اوباماته داسي اسانه په خولي نه ورتله خوسره له هغه به هم دامريکا جمهوررييس همدا ددسمبر په ۸نيټه دشمالي کوريا لپاره خپل ځانګړي استاذي ستيفان بوسورت پيونګ يانګ ته واستوي.

د اوباما ځانګړي استاذي به دکيم يونګ ايل له رژیمه سره دشمالي کوريا دراتلونکو تصوراتو په هکله خبري وکړي . اوباما پدي اړه څرګنده کړيده : دتجريد په ځاي په نړيواله ټولنه باندي ورګډيدل اصلي موضوع ده . امريکايان غواړي چي دشمالي کوريا حکومت دهستوي بي وسلي کولو لپاره دسوداګرۍ، پانګي اچولو ، اوسياحت دډيريدوپه واسطه راجزب کړي.

خو پوښتنه پدي کي ده چي ايا په اصطلاح محبوب لارښود کيم يونګ ايل اصلا دخپلو ترلاس لاندي کسانو دژوندانه ښه کيدوته علاقه لري؟ کيم يونګ ايل غواړي چي دخپل اتمي پروګرام په هکله يوازي دامريکا له متحده ايالتونو سره خبري وکړي .همدا تيراوړي اوباما د امريکا پخواني جمهوررييس بيل کلينټن پريښوده چي شمالي کوريا ته لاړشي او له کيم يونګ ايل سره وګوري اودوه کسه امريکايي بندياني راخلاصي کړي.

له هغه نه ډير زروروسته دشمالي کوریا د ديپلوماتانو يوه ډله ګۍامريکا ته لاړه اوهلته يي له آمريکايي مشهور ديپلومات ريچاردسن سره وکتل ا ودشمالي کوریا اودامریکادمتحده ايالتونو ترمنځ دمخامخو خبرو دکيدو په اړه ورسره وغږيد. ا وباما جنوبي کوريا ته په خطاب کي ويلي دي چي، له شمالي کوريا سره به خبري اتري يوازي يو هدف ولري دشمالي کوريا دټولو اتمي وسلو له منځه وړل .

Sina, Ralph/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب