1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتآسیا

په جوزجان کې ترافيکي پيښې ۹ کسانو ته مرگژوبله اړولې

۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبه

د جوزجان- بلخ پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

Bombenanschlag in der afghanischen Provinz Herat
انځور: REUTERS/J. Ahmad

د جوزجان ولايت د ترافيکو مديريت سيمه ايز مسوولين  نن د شنبې په ورځ د جوزجان – بلخ پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې د رامنځته کېدو خبر ورکوي.

په دې پېښه کې د دوو مېرمنو په ګډون پنځه تنه مړه او د دوو مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

 په جوزجان کې د طالبانو د ترافيکو مدير عبدالبشير فيضي وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې يو مسافر وړونکى موټر د شبرغان ښار په »چيغچي« سيمه کې له يوه سراچه ډوله موټر سره ټکر وکړ.

د هغه په ​​وينا، د دې پېښې قربانيان د سراچه ډوله موټر مسافر دي.

په جوزجان کې د طالبانو د ترافيکو مديريت امر وايي چې دغه پيښه د مسافر وړونکي موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې او اوس چلوونکى نيول شوى دى.

خراب سړکونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، تېز سرعت او د یو شمېر موټر چلوونکو له خوا د نشه یي توکو کارول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل شوي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب